لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي اډياله جېل ته لېږل شوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړي په اسلام اباد کې نيول شوي غړي اډياله جېل ته لېږل شوي دي.

د پي ټي اېم دا غړي د نهې، سه شنبې په ورځ هغه وخت نیول شوي چې په اسلام اباد کې يې د ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره کوله، بل لور ته په ډېره اسماعيل خان او بنو کې د پي ټي اېم د غړو پرضد مقدمې درج کړی شوي دي.

د پي ټی اېم فعاله غړي بلال وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، "دوي ته په کوهسار تاڼه کې وويل شو چې نيول شوي کسان د کمشنر اسلام اباد په وېنا نېغ اډياله جېل ته لېږل شوي او د هغوي پرضد تراوسه کومه مقدمه نه ده درج شوې".

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په ټويټر ویلي،

"په اسلام اباد کې د پرامنه احتجاجي مظاهرې په مهال د پي ټي اېم ۱۹ غړي نيول شوي دي.د پي ټي اېم ټول د ۵۰ غړي نيول شوي خو پوليس دوي ته د هغو سره د ليدو اجازه نه ورکوي. زمونږ فعالانو جرم نه دی کړی هغوي دې خوشي کړی شي".

محسن داوړ ويلي، په ۱۹ نيول شوؤ غړو کې عبدالله ننګيال، ادريس پشتين او ګلالۍ اسماعيل هم نيول شوي دي.

منظور پشتين په يو بل ټويټ کې ويلي، که نیول شوي کسان خوشي نه کړی شو، دوي به د دې پرضد په اسلام اباد کې احتجاجي پرلت کوي.

د پي ټي اېم په اسلام اباد کې د نيول شوؤ غړو په اړوند د چارواکو لخوا کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

بلال وايي دوي به نن د شورو، چهارشنبې په ورځ مشوره کوي چې د نيول شوؤ کسانو د ګرفتارۍ پرضد احتجاج څنګه او چرته وکړي.

خو د ګلالۍ اسماعيل پلار محمد اسماعيل په فېس بک ليکلي،

"ګلالۍ اسماعيل، عبدالله ننګيال بېټی او د پي ټي اېم نور بنديان نن سهار په څلور بجې نامالومه ځای ته منتقل کړی شوي دي".

​ابراهيم ارمان لوڼی د خالي، شنبې په ورځ ناوخته د بلوچستان په لورالايي سيمه کې وژل شوی او د پي ټي اېم غړي تور لګوي چې لوڼی د پوليس په تشدد وژل شوی دی.

د لورالايي پوليسو ويلي ارمان لوڼی د زړه د دورې نه مړ شوی دی.

خو د لوڼي د وژنې د علت مالومولو په موخه د شوې طبي معاينې (پوسټ مارټم) رپوټ تراوسه مخې ته نه دی راغلی او نه د هغه د وژنې مقدمه درج کړی شوې ده.

د صوبې د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو ويلي دوي د پېښې د پلټنو دپاره ګډه کميټي جوړه کړې او د پوسټ مارټم رپوټ مخې ته راتلو پورې مقدمه نه شي درج کولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG