لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرک: ټريفکي پېښه کې ۱۶ کسان مړه شوي


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع کرک کې نن د شورو، چهارشنبې په سهار د مسافرو ګاډی د بل سره په ټکر شوی چې له امله يې ۱۶ کسان مړه شوي او څلور ژوبل شوي دي.

دا پېښه د کرک په تبي علاقه کې په غټ سړک (انډس هايي وی) رامنځه شوې ده.

ځايي پوليس ويلي د ټکر کېدو سره د مسافرو په ګاډي (هايي يس کوچ) باندې اور لګېدلی او په ګاډي کې ناست کسان د اور له امله سوځېدلي او مړه شوي دي.

د کرک روغتون چارواکو ويلي ورغتون ته د ۱۶ کسانو مړي راوړل شوي چې شپږ پکې ښځي دي.

د چارواکو په وېنا په مړه شوؤ کې د ۱۲ تنو پېژندګلو شوې او د دوه نورو کسانو د پېژندګلو هڅه کيږي خو ويل کيږي دوه مړي داسې دي چې پېژندګلو ګرانه ده ځکه هغه په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

د مسافرو ګاډی د ډېره اسماعيل خان نه پېښور ته په لار ؤ او د ډبل کېبن ګاډي سره په ټکر شوی دی.

د کرک کمشنر ميډیا سره په خبرو کې ويلي، د مسافرو په ګاډي اور د سي اېن جي ګېس، ګاز د سلېنډر له امله لګېدلی دی.

هغه ويلي د مړه شوؤ زیاترو مسافرو تعلق د ډېره اسماعيل خان، ټانک او جنوبي وزيرستان سيمو سره دی.

چارواکو په سمدستي ډول د ګاډو د ټکر کېدو علت نه دی ویلی، خو ځايي خلک تور لګوي چې د انډس هايي وی سړک ډېر مات شوی او پېښه هم دې لامله رامنځته شوې ده.

په پاکستان کې زياتره ټرېفکي پېښې د سړکونو د خرابوالي، ډرايورانو د بې پرواهۍ او په ګاډو کې د حساب نه سېوا وزن بار کولو له امله رامنځته کيږي.

د دغو پېښو يو علت د ټرېفک قانون په عمل کې نه راوستل هم ښودلی کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG