لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د صحت مخکنۍ پاليسي نيمګړې پرته ده، او نوې يې اعلان کړې


د خېبر پښتونخوا د تحریک انصاف ګوند صوبايي حکومت د صحت نوې پاليسي اعلان کړې خو له دې وړاندې چې ياد حکومت کومې پاليسۍ اعلان کړي هغه لا تر اوسه نيمګړي پرتې دي.

د صوبې حکومت د صحت نوي پالسي په داسې حال کې اعلان کړې چې د صوبې په يو شمېر هسپتالونو کې ډاکټران، طبي عمله او د نورو اسانتياؤ کمی دی.

د نوې پاليسۍ تر مخه د صوبې په ټولو ضلعو کې به عامو خلکو ته د درملنې په برخه کې هر ډول اسانتیاوې ورکولی شي، او له دې وړاندې پېل کړی شوې نيمګړې پروسې به اول پوره کولی شي.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزيرهشام انعام الله وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د نوې پاليسۍ په اړوند وويل،

"د دې پاليسۍ مقصد په اصل کې غريبو خلکو ته د صحت اسانتياوې ورکول او وړو يا د صحت بنيادي مرکزي روغتونونو ته نوره وده ورکول دي".

په قبايلي ضلعو کې د صحت د اسانتياؤ په اړوند پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وزير وويل، په يادو ضلعو کې به په بېړني بنيادونو کار شروع کوي او دا چې په دغو سيمو کې به عامو خلکو ته د ويړيا علاج دپاره صحت کارډ هم ورکولی شي.

"په قبايلي سيمو کې به که چرته روغتون نه وي د نورو ادارو سره به خبره وکړي چې د هغو وداني وکاروي يا ورله په کرايه ځایونه ونيسي خو په دغو سيمو کې به د هر ډول درملنو دپاره سمدستي ګامونه پورته کولی شي".

هغه وويل په قبايلي سيمو کې به هر یو تن، هغه که شتمن يا غريب وي د صحت کارډ به ورته ورکولی شي.

په پېښور کې مېشت ژورنالسټ عمران يوسفزی وايي چې له دې وړاندې هم د پاکستان تحريک انصاف تېر صوبايي حکومت داسې ډول پاليسي وړاندې کړې وه خو په هغې وروسته عمل نه ؤ شوی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل د تېرو کلونو پروسې تراوسه نه دي پوره کړی شوي.

هغه زیاته کړه چې د خېبر پښتونخوا په يو شمېر هسپتالونو کې اوس هم د ډاکټرانو او نورې طبي عملې کمی دی او په دغه لړ کې کوم زړه پورې ګامونه نه دي پورته کړی شوي.

د وزارت ترمخه په صوبه کې چې د صحت په کومو منصوبو کار روان دی د هغود پوره کولو دپاره د ۴۸ بيلينه روپو ضرورت دی او په روان مالي کال کي صوبايي حکومت د يادو پروسو د پاره ۶.۸ اربه روپۍ ځانګړې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG