لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ارمان لوڼي د وژنې په ضد د پښتونخوا اسمبلۍ بحث او وکیلانو کاربندیز کړی


پېښور ــــ د پښتونخوا د وکیلانو اتحادیې "خیبرپښتونخوا بار کونسل" د صوبې په ټولو لویو او وړو عدالتونو کې د پروفیسر ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې په ضد بایکاټ کړی وو او صوبایي اسمبلۍ ته د هغه د وژنې په ضد د بحث لپاره "د پاملرنې خبرداری" وړاندې شوی.

د چارشنبې- شورو په ورځ د پېښور په ګډون د ټولې صوبې په ټولو ضلعو او تحصلینو کې وکیلان عدالتونو ته نه لاړل او د مقدمو د اورېدنو لپاره عدالتونو ته وړاندې نه شول. د وکیلانو د اتحادیې مرستیال مشر سعید خان وایي، د ارمان وژنه غیرقانوني ده ځکه نو دوی کاربندیز وکړ:

"زموږ ټولو وکیلانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د دې واقعې دې سمدستي تحقیقات وکړي، ځکه چې هغه ماورای عدالت وژل شوی".

په پېښور، هزاره، بنو، ډېره اسماعیل خان، ملاکنډ او مردان ډیویژن په ټولو تحصلینو کې وکیلانو په عدالتونو کې د ارمان لوڼي لپاره قرآن خواني او دعا هم کړې. د هایکورټ یو وکیل عطاوالله جان وایي، د ارمان ګناه دا وه چې پښتنو ته یې ژوند غوښت:

"موږ پښتانه په پاکستان کې یو لوی اکثریت یو، خو د دې ملک مېډیا په بشپړه توګه د ارمان لوڼي په وژنه داسې خاموشه ده لکه بېخي چې څه حادثه شوې نه وي، که څه هم پروفیسر یو وړوکی سړی نه وي هغه قامونه جوړوي ذهنونه جوړوي".

د پښتونخوا وکیلانو پر حکومت نیوکه کړې چې تر اوسه یې د ارمان لوڼي په وژنه کې د لاس لرونکو کسانو په ضد ایف ای آر نه دی درج کړی او نه یې تر اوسه په دې تور څوک نیولي دي. د سوات یو بل وکیل سید کریم شلمانی وایي:

"ارمان د دې ریاست ادارو وژلی دی، خو ډېر زیات افسوس په دې دی چې تر اوسه په هغه اداره او هغه قاتل باندې ایف ای آر نه دی شوی".

بل لور ته د پاکستان پیپلز ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي احمد کونډي د چارشنبې- شورو په ورځ د پښتونخوا اسمبلۍ غونډې ته "د پاملرنې خبرداری" وړاندې کړی او غوښتنه یې کړې چې د ارمان لوڼي د وژنې د علت په اړه بحث وشي او په راتلونکي کې د داسې پېښو مخنیوی وشي.

احمد کونډي اسمبلۍ ته ویلي پکار ده چې د قبایلي سیمو د ځوانانو پر شکایتونو او غوښتنو حکومت ځان ناګاره نه کړي ځکه چې وایي هغوی آییني غوښتنې کوي. ښاغلي کونډي وي.او.اې ډیوه ته په ځانګړو خبرو کې وویل:

"د پاکستان په آییني کې هر اوسېدونکي ته بنیادي حقوق ورکړل شوي دي، هغوی [پي ټي ایم] بیا بیا غوښتنه کوي چې موږ ته آییني حقوق راکړئ. ما ځکه "د پاملرنې خبردرای" په بیړه وړاندې کړ، چې د حیات ماشوم او پروفیسر ابراهیم د وژنې پېښې ډېرې خطرناکې دي".

په پښتونخوا اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي، عوامي نېشنل ګوند، پیپلز ګوند او ځینو نورو ګوندونو غړو هم د ارمان لوڼي او د شمالي وزیرستان د خیسور کلي د ماشوم حیات د کورنۍ پر پېښه هم بحث کړی او اندېښنه یې څرګنده کړې چې که د داسې پېښو مخنیوی ونه شي دا به د هېواد لپاره ناوړه نتیجې ولري.

ابراهیم ارمان لوڼی د پښتو ژبې پروفیسر وو چې د فبرورۍ په 2مه د بلوچستان په لورالای سیمه کې له ملګرو سره روان وو، چې د هغه د ملګرو په وینا یوه پولیس مشر ورباندې تشدد وکړ او ساه یې ورکړه، خو پولیسو دا تور رد کړی او وایي چې هغه د زړه د دورې له کبله مړ شوی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر ضیا لانګو وایي، د وزیراعلی جام کمال په امر به د ارمان لوڼي د پوسټ مارټم رپوټ له نتایجو سره سم د دې پېښې پلټنه کوي، وایي که هر څوک پکې لاس ولري هغه به د قانون منګولو ته سپاري.

XS
SM
MD
LG