لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان سولې په اړه د ماسکو د ناستې ګډه اعلامیه


په ماسکو کې د افغانستان په اړه د روانې غونډې تالار

واشنګټن: په ماسکو کې د افغان سولې لپاره د بین الافغاني مذاکراتو په پای کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ یوه ګډه اعلامیه خپره شوه چې پکې نهه مادې دي.

۱-د کانفرانس ټولو ګډونوالو په دې موافقه وکړه، چې یوه باعزته او دوامداره سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او دا اصل د ماسکو په غونډه کې یقیني کړای شو.

۲-ټولو غاړو په دې موافقه وکړه چې اوسني حساس حالت ته په کتلو سره باید بین الافغاني مذاکرات په منظمه توګه دوام ولري.

۳-ټولو خواوو په دې موافقه وکړه چې په قطر کې له روانو خبرو به ملاتړ کوي او د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو په لاره کې دې خبرو ته د یو مهم پړاو په سترګه وکتل شي.

۴-ټولو غاړو په دې موافقه وکړه چې د سولې د تړون تر لاسلیک کېدو وروسته به په ټولو ملي ادارو کې سیستماتیک اصلاحات راوستل کېږي.

۵-ټولو خواوو په دې موافقه وکړه چې په افغانستان کې د دوامداره سولې لپاره د سیمیزو او سترو هېوادونو مرستې ته اړتیا ده.

۶-ټولو په دې موافقه وکړه چې د سیستم په ټولو برخو کې به د اسلام اساساتو ته درناوی کېږي. افغانستان به د ټولو افغانانو لپاره ګډ کور وي. د یو ځواکمن مرکزي حکومت چې د افغانستان د ټولو اقوامو برخه به پکې وي ملاتړ کېږي. د ملي حاکمیت، اجتماعي عدالت به ساتنه کېږي او افغانستان به په ټولو سیمیزو او نړیوالو لانجو کې بې لوري او بې پرې پاتې کېږي. د افغانستان د ټولو ملي او مذهبي ارزښتونو به دفاع کېږي او یو واحد سیاست به جوړېږي.

۷-ټولو دا ومنله چې په افغانستان کې د یوې دوامداره سولې په لاره کې به ژمن وي او دا خبرې مهمې دي چې:

له افغانستان څخه به ټول بهرني ځواکونه وځي. له ټولو هېوادونو به غوښتل کېږي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي. نړیوالې ټولنې ته به دا ډاډ ورکول کېږي چې افغانستان به د بل هېڅ هېواد پرضد نه کارول کېږي. د افغانستان د ټولو خلکو سیاسي او ټولنیز حقونه به ساتل کېږي او د اسلامي اصولو په رڼا کې به د بیان ازادي وي.

هڅه به کېږي چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره به د نړیوالو مرستې ترلاسه شي.

۸-ټولو دا ومنله چې د سولې او باور د رامنځ ته کولو لپاره لومړنی ګام به دا وي چې د ټولو هغو بندیانو دوسیې باید بیا وکتل شي چې یا زیات زاړه وي او یا هم له یوې ناعلاجه ناروغۍ څخه رنځ وړي او یا یې د بند موده پوره کړې وي. د ملګرو ملتونو له تور لست څخه باید د طالب مشرانو نومونه وویستل شي او د سولې د خبرو د چټکوالي لپاره باید په قطر کې یو رسمي سیاسي دفتر پرانستل شي.

۹-ټولو دا ومنله چې راتلونکي بین الافغاني مذاکرات به د قطر په دوحه کې څومره ژر چې امکان ولري ترسره کېږي او په دې موافقه وشوه چې د سولې د بهیر پورې تړلو ځینو مهمو برخو باندې باید نور کار هم وشي.

XS
SM
MD
LG