لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سختو نيوکو او فشار وروسته ګلالۍ اسماعيل خوشې شوې خو د پي ټي اېم ۱۷ غړي لا بندي دي


په اسلام اباد کې د ارمان لوڼي د وژنې پرضد د احتجاجي مظاهرې په مهال نيول شوې فعاله ګلالۍ اسماعيل د سختو نيوکو او فشار وروسته خوشې کړی شوې خو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) نور ۱۷ غړ ي تراوسه بندي دي.

ګلالۍ اسماعيل په ټويټر ويلي، د وزیراعظم عمران خان او د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري په وېنا خوشې شوې خو د خپلو نورو ۱۷ ملګرو د خوشي کولو غوښتنه يې هم کړې ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو اسماعيل وويل دوي د پاکستان د رياست نه پوښتنه کوي چې د ائين او د قانون په چوکاټ کې دننه مبارزه کوونکي خلک ولې نيول کیږي.

پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ د بخښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) په پاکستاني چارواکو غږ کړی ؤ چې د پي ټې اېم پرامنه احتجاج کوونکي نيول شوي غړي دي خوشي کړی شي.

په ټولنيزو رسنيو هم د پاکستان تحريک انصاف په حکومت سختې نيوکې شوې چې پرامنه مظاهره چيان يې نيولي وو.

بل لور ته د پي ټي اېم فعاله غړي بلال پشتين وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، د نهې، سه شنبې په ورځ چې د پي ټي اېم کوم غړي نيول شوي او نېغ اډیاله زندان ته وړل شوي تراوسه بندي دي.

هغه وويل دغه کسان د کمشنر اسلام اباد په امر بې د مقدمې جوړولو زندان ته وړل شوي او دوي نن د کمشنر دفتر ته ورغلي چې مالومه کړي دا کسان په کوم تور نيول شوي دي.

هغه ادعا وکړه چې دوي ته په دغه اړوند کره مالومات نه ورکول کيږي.

د اسلام اباد انتظامیې په رسمي ډول د دغو کسانو نيولو په اړوند تازه غبرګون نه دی څرګند نه کړی.

بلال وايي که نن د زيارت، پنجشنبې د ماښام پورې نيول شوي غړي خوشي نه کړی شو دوي به د کمشنر د دفتر مخې ته په پرلت کښېني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG