د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړوند هيڅ نېټه نه ده ټاکل شوې.
نوموړ ي نن د زیارت، پنجنشبې په ورځ په يو ټويټ کې ویلي،
"په دې وروستیو ورځو کې، ما اورېدلې چې ځینو طالب مشرانو ادعا کړې چې د افغانستان څخه د امریکايي پوځ د وتلو په نېټه موافقه نه ده شوې او اوس طالبان په خپله د دغه ادعا نه په شا شوي".
خليلزاد دغه سپيناوی وروسته له هغې کړی چې یو طالب مشر د شورو، چهارشنبې په ورځ په ماسکو کې مطبوعاتو سره د خبرو په مهال ادعا کړې وه چې د اپرېل د وروستيو پورې به د افغانستان څخه نيم امريکايي سرتيري ووځي.
طالب مشر عبدالسلام حنفي ويلي امریکا د اپرېل د مياشتې د اخرې پورې د نيمو پوځي سرتېرو د ويستلو ژمنه کړې ده.
خو د خليلزا د په څېر د امريکې د بهرنیو چارو وزارت هم ويلي، داسې هيڅ ډول حکمنامه ورته نه ده ترلاسه شوې چې د افغانستان څخه د پوځ ويستلو پکې ويل شوي وي.
د بهرنيو چارو د وزارت وياند کرنل راب مېننګ ويلي، د طالبانو سره د امریکا خبرې روانې دي خو د کورنيو چارو وزارت ته په افغانستان کې په پوځ کې د کوم بدلون لارښوونه نه ده شوې.
زلمي خليلزاد په وروستيو کې په قطر کې د طالب استازو سره شپږ ورځنۍ خبرې شوي او دواړو فريقو د دغو ليدنو په اړوند ويلي په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
د امریکايي استازي او طالبانو د خبرو بل پړاؤ د روانې مياشتې په ۲۵ نېټه ټاکل شوی دی.