لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: څوک چې د دولت پر وړاندې وسله پورته کوي، هغه دوښمن دی، له منځه یې یوسئ!


افغان ولسمشر اشرف غني د زیارت یا پنجشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو ته لارښونه وکړه او وویل، هر هغه څوک چې د دولت پر وړاندې وسله پورته کوي، هغه دوښمن دی او له منځه یې یوسئ.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا په یو خپور کړي بیان کې د اشرف غني له خولې وړاندې ویل شوي:

"زه د هغو کسانو له ډلې څخه نه یم چې یوه ورځ یې دوست او بله ورځ یې دوښمن بولي. د دښمن په اړه زما تعریف واضح دی، د دوی خپل اعمال یې ثابتوي چې دښمنان دي."

ولسمشر غني دغه خبرې، د پولیسو د ځانګړو قطعاتو سرتېرو ته په خپلې وینا کې کړي.

ښاغلي غني د سولې په اړه وویل:

"موږ سوله غواړو، خو سوله په کمزورۍ نه، بلکې ستاسو په توره او قوت کېږي. ستاسو په حضور او موجودیت کې دولت د سولې ګدایي نه کوي او نه هم موږ په کمزوري حالت کې یوو. موږ باعزته سوله غواړو چې د ځواکونو ځای په کې هغه وي چې قانون ټاکلی او ما ورباندې پانګونه کړې."

ښاغلي غني د امنیتي او دفاعي ادارو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د سرتېرو د مرګ ژوبلې مخنیوی باید د راتلونکي کال له مهمو موخو څخه وي.

اشرف غني په ټینګار سره وویل، هیڅوک هم زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په سپکه نشي کتلی، ځکه دوی د افغانستان د عزت او حیثیت ساتندویان دي. هغه زیاته کړه، زموږ امنیتي ځواکونه ملي، مسلکي او غیر سیاسي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG