لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ولې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونه له نړۍ پټول غواړي؟


واشنګټن ــــ ځینو نړیوالو رسنیو پوښتنې را پورته کړي چې په پاکستان کې ولې د توندرو مذهبي ډلو او د کشمیر په پلوۍ احتجاجونو ته په رسنیو کې ځای ورکول کېږي، خو د بشري حقونو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ پر احتجاجونو پټه خوله دي.

بي بي سي انګرېزي نن په یوه رپوټ کې ویلي، چې "ولې په پاکستان کې ځینې احتجاجونه په رسنیو ښودل کېږي او ځینې نه؟".

د نړیوالې خبري ادارې په دغه رپوټ کې ویل شوي چې په اسلام اباد کې د نېشنل پریس کلب مخې ته د فبرورۍ په 5مه په کشمیر کې د بشري حقونو د سرغړونو په ضد احتجاج او د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر ارمان لوڼي د وژنې په ضد احتجاج سره بېل بېل سلوک شوی دی.

په رپوټ کې دې خبرې ته اشاره شوې ده چې د کشمیریانو په پلوۍ احتجاج کوونکو خپل احتجاج وکړ، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ شمېر پلویان یې ونیول او په تاڼو کې بند کړل.

بي بي سي وایي د کشمیر د ورځې په مناسبت په اسلام اباد او د هېواد په اکثرو لویو او وړو ښارونو کې احتجاجونو ته پاکستاني رسنیو ډېر ځای ورکړ، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو د نیول کېدو یوه ویډیو هم پر ټیلیویژنونو خپره نه شوه او نه یې خبر په ورځپاڼو کې خپور شو.

په پاکستان کې خبریالان وایي، د ریاستي فشار له امله دوی د ډېرو موضوعاتو له رپوټ کولو ډډه کوي او وایي د رسنیو ادارو یو شمېر هغه خبریالان له کاره ایستلي دي چې د ریاستي ادارو چېلنجوونکو احتجاجونو او فعالیتونو ته یې پخپلو رپوټونو کې ځای ورکړی دی.

د وایس آف امریکا ایکسټریمیزم واچ ډسک پخپل تازه رپوټ کې لیکي، چې د ارمان لوڼي وژنې په پاکستان کې پښتانه سخت غصه کړي او را پارولي دي. رپوټ وایي "په پاکستان کې پښتانه له اوږدې مودې دا احساسوي چې د دې هېواد حکومت خصوصاً پوځ له دوی سره بد چلند کوي".

په پاکستان کې د بشري حقونو د فعالینو په ضد د حکومت او امنیتي ادارو وروستي چلند د نړیوالو بشري حقونو د ادارو په ګډون په ګاونډي افغانستان کې هم د خلکو او حکومت اندېښنې را پارولې دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د زیارت- پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي، چې په پښتونخوا او بلوچستان کې د بشري حقونو لپاره له احتجاج کوونکو سره د حکومت بد چلند د اندېښنې وړ دي، وایي که حکومت دا ډول چلند پرېنږدي نو دا به بدې نتیجې ولري.

د افغان ولسمشر اندېښنو ته په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي کلک غبرګون څرګند کړی او د هغه څرګندونې یې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې. ښاغلي قرېشي ویلي:

"داسې غیرذمه دارانه بیانونه ډېره غیرمهذبه لاسوهنه ده، اشرف غني دې د افغانانو د اوږدو مسئلو حل کولو ته توجه وکړي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ د ارمان لوڼي د وژنې تور د لورالای په یوه پولیس مشر لګوي، خو پولیسو دا تور رد کړی او د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو ویلي، چې په دې اړه به پلټنه کوي، که د هغه په وژنه کې هر څوک مجرم وپېژندل شي د قانون منګولو ته به سپارل کېږي.

د فبرورۍ په 5مه پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په ټولو ښارونو کې د ارمان لوڼي د وژنې په ضد احتجاجونه وکړل، خو د اسلام اباد پولیسو یې پلویانو ته د احتجاج اجازه ور نه کړه او د ګلالۍ اسماعیل په ګډون یې 17 تنه ونیول.

د بخښنې نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرنېشنل د شورو- چارشنبې په ورځ پخپل یوه رپوټ کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان ژر تر ژره خوشي کړي، چې تر هغه وروسته ګلالۍ اسماعیل خوشې شوه خو نور 17 تنه اډیاله زندان ته لېږل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG