لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له ایرلېنډ سره په ټیسټ سیالیو کې مجیب او په ټي-20 کې شهزاد نه لوبېږي


واشنګټن ــــ د افغانستان کرکټ بورډ له ایرلېنډ سره راتلونکې میاشت د سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړې خو په دغه 14 کسیزه لوبډله کې مجیب الرحمن او محمد شهزاد په ټیسټ او شل اووریزو لوبو کې نه دي شامل کړل شوي.

د کرکټ په اړه نړیواله معتبره ویبپاڼه کریک انفو وایي، محمد شهزاد په شل اووریزو لوبو کې نه دی شامل کړل شوی، خو په یوه ورځنیو لوبو کې به لوبېږي.

له ایرلېنډ سره دغه لوبې راتلونکې میاشت د هند په دهرادون ښار کې کېږي. په ټیسټ لوبډله کې درې نوي لوبغادي اکرام علي خېل، وقار سلېمانخېل او شرف الدین اشرف شامل کړل شوي دي.

اکرام علي خېل او وقار سلېمانخېل د نړیوالو کرکټ لوبو لپاره نوي لوبغاړي دي، خو شرف الدین اشرف 14 یو ورځنۍ او 6 شل اووریزې لوبې کړې دي.

ظاهر خان په یو ورځنۍ او شل اووریزو دواړو لوبو کې لوبېږي، خو ضیاء الرحمن یواځې په شل اووریزه لوبډله کې شامل کړل شوی دی.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله به له ایرلېنډ سره په راتلونکو لوبو کې یوه ټیسټ، درې شل اووریزې او پینځه یو ورځنۍ لوبې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG