لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:افغانستان نه په سمدستي توګه دامریکا وتل به له خطرو ډک وي


Pakistan
Pakistan

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دافغانستان څخه په سمدستي ډول دامریکایي ځواکونو وتل له خطرو ډک ګرځولي اؤ ویلي یې دي چې دیوې مناسبې تګلارې په لاس کې له لرلو پرته دامریکایي ځواکونو وتل ګواښونه راولاړولی شي.

په لندن کې بي بي سي ته نوموړي ویلي پاکستان اؤ امریکا په یوه لیکه ولاړ دي هیڅوک هم افغانستان کې اړی ګړی،اؤ خانه جنګي نه غواړي.

طالبانو تیره ورځ دعوه کړې وه چې دمئ میاشتې پورې به امریکا دافغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي خو د چهارشنبې په ماښام افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پخپل یو ټوئټ کې دطالبانو دا دعوه رد کړې اؤ سپینه کړې یې ده چې دامریکایي ځواکونو د وتلو دپاره هیڅ مهال ویش یا نېټه نه ده ټاکل شوې.

هغه دسولې دپاره دطالبانو لخوا دامریکایي ځواکونو د وتلو وړاندې نه اېښودل شوی شرط رد کړو اؤ وئ ویل “داهرڅه په خبرواترو اډاڼه لري”

دبهرنیو چارو وزیر دوحه اؤ ماسکو کې دامریکایي چارواکو اؤ طالبان ترمینځ شوؤ خبرو کې دپاکستان کردار د مخکې په پرتله زیات ګټور وګرځولو اؤ وئ ویل وزیراعظم عمران خان مدام دریځ لرلی چې افغانستان ستونزه په طاقت نه بلکې په سیاست هواریږي.

دیوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي “مونږ افغانستان کې تر دې وړاندې دامن اؤ جوړجاړي دپاره کله هم دومره هېله من نه وؤ خو اوس هم یو څه وخت ته اړتیا شته”

پاکستان کې دافغان کډوالو دموجودیت په هکله دیوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي قریشي وویل دامهال ۲۰لکه اؤ۷۰زره افغانان پاکستان کې دکډوالو په توګه ژوند کوي اؤ مونږ غواړو دوئ په درناوي خپل هیواد ته وګرځي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فیبروۍ په پنځمه نېټه د خپلې کلنۍ وینا پرمهال په افغانستان کې د سولې روانې خبرې ګټورې بللې وې او زیاته کړې یې وه چې د سولې خبرو له پرمختګ سره به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي او د ترهګرۍ پر مخنیوي به تمرکز وکړي.

خو هغه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې په اړه څه نه وو ویلي.

افغان دولت هم له وړاندې خبرداری ورکړی چې که امریکا په بېړه کې دافغانستان څخه خپل پوځونه وباسي نو افغانستان په احتمالي توګه یو ځل بیا دکورنیو جګړو لمنې ته غورځيدلی شي.

خو طالبان وایي هغوئ ترهغې سوله نه کوي چې ترڅو ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي نه وي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG