لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا:دافغان سولې په اړوند هر تړون کې به دپاکستان ګټې باوري کولی شي


امریکا پاکستان ته باور ورکړی چې دافغان کشالې دهواري په لړ کې که په راتلونکي هر رقم تړون کیږي نو دپاکستان دګټو تحفظ به پکې باوري کولی شي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ لیکلي چې روانه اوونۍ دسنیټ دعسکري خدماتو کمیټې ته خپله وینا کې د امریکایي پوځ‌ دمرکزې قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل ویلي د ټرمپ انتظامیې له لوري پاکستان سره د امنیتي مرستو دتړل کیدلو باوجود دپاکستان اؤ امریکا ترمینځ یو څه “پوځي فعالیتونه” دوامداره دي

امریکا تیر کال دصدر ټرمپ لخوا په پاکستان ددې تورونو لګولو نه وروسته خپلې پوځي مرستې تړلي دي چې اسلام اباد پخپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ د هاغو ورانکارو په پټه ملاتړ کوي چې امریکا یې افغانستان کې په ضد په جګړه بوخته ده.

پاکستان دامریکا داتورونه رد کړي اؤ دریځ لري چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې تر بل هرچا زیاتې قربانۍ ورکړي دي.

امریکایي پوځي مشر وویل پاکستان سره زمونږ په اړیکو ته د امریکا دبهرنیو چارو محکمه کې دموجودو خلکو ملاتړ هم شامل دی ځکه چې واشنګټن داسلام اباد سره په ګډه دافغان کشالې دهواري په هڅو بوخته ده.

هغه وویل په راتلونکي کې چې دافغان سولې په اړوند هر تړون کیږي دپاکستان ګټې به پکې منلی اؤ خیال به یې ساتلی شي.

ډان ورځپاڼه لیکي چې پاکستان د وړاندې څخه امریکا له خپلې دې اندېښې خبر کړې ده چې دافغان جګړې پائ ته په رسیدلو هند دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد کارولی شي .

څېړونکي وایي پاکستان دخپلې همدې اندېښنې په اساس طالبان سره خپلې اړیکې خرابیدلو ته نه دي ورکړي.

جنرال ووټل دعسکري خدماتو کمیټې ته ویلي چې پاکستان مدام دامریکا دپاره یو مهم هیواد پاتې شوی ځکه چې اټومي وسلې لرونکی دا هیواد د روس،چین ایران سره مربوط اؤ دامریکا دسیاسي ګټو ساتونکی دی.

هغه په دوحه کې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ شوؤ د سولې خبرو کې دپاکستان کردار ستائیلی اؤ هېله یې ښکاره کړې چې داسلام اباد له لوري به دا همکاري دوام ولري.

هغه که هرڅو په افغان سوله کې دپاکستان دکردار درناوی کړی خو ورسره یې دا هم ویلي چې کوم طالبان په سوله کې همکاري نه کوي پاکستان نه خو هغوئ نیولي اؤ نه یې دهغوئ هیواد نه دشړلو دپاره څه کوټلي ګامونه اخستي دي

XS
SM
MD
LG