لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کراچۍ کې د "امن-۲۰۱۹" په نوم ګڼ هېواديزه سمندري تمرينونه پېل شوي


د پاکستان سمندري ځواک د سیوري لاندې د "امن-۲۰۱۹" په نوم د ۴۶ هېوادونو ګډ تمرينونه پېل شوي دي.

د سمندري ځواک د خبر پاڼې ترمخه د "امن-۲۰۱۹" په نوم پوځي تمرينونه نن د جمعې په ورځ پېل شو او د نهې، سه شنبې د ورځې پورې به روان وي.

د سمندري ځواک په خبر پاڼه کې ویل شوي د کال ۲۰۰۷ راهسې دا امن تمرينونه په باقاعدګۍ سره کولی شي او دا يې شپږم ځل دی.

د پېل کړی شوؤ تمرينونو په اړوند ویل شوي په دوه برخو کې وېشل شوي چې یو ته د "هاربر فېز" او بل ته د "سي فېز" نوم ورکړل شوی دی.

په هاربر فېز کې به بېلابيل سيمينارونه، بحثونه او عملي مظاهرې کولی شي، د دې نه علاوه په نړيوال سياست کې تغير او بحېره هند کې د نوؤ راولاړېدونکو بدلونونو باندې د غور دپاره به درې ورځنۍ نړیوال کانفرنس کيږي.

د "امن-۲۰۱۹" په نوم تمرينونو کې د امريکا، برتانيه، روس، چين، جاپان، اټلي، جنوبي کوريا، سعودي عرب ، ايران او متحده عرب اماراتو په ګډون ګڼ هېوادونه ګډون کوي چې شمېره يې ۴۶ ته رسي.

کمانډر پاکستان فليټ وايس اېډمرل امجد خان نيازي د تمرينونو د پېل غونډې ته تفصيلات وړاندې کړه.

هغه وويل په نزدې وروستيو کې پاکستان د سختو حالاتو نه تېر شوی خو د ترهګرۍ او په خلکو کې ويرې خورؤنکو قوتونو پرضد ټينګ ولاړ پاتې شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د يو شمېر زیانونو او قربانو باوجود پاکستان د يو زمه واره رياست په توګه مخې ته راغلی دی او په نړیواله کچه ورته د خپل رول پوره احساس دی.

د سمندري ځواک په خبر پاڼه کې ويل شوي خوندي او د جرمونو نه پاکې سمندري لارې، د تجارت دپاره په سمندري لارو اډاڼه کوونکو، سي پېک د پېل او د پاکستان د توانايۍ په مهمو لارو پاتې کېدو دپاره اړینې دي.

نيازي ويلي د دغو تمرينونو بنيادي هدف د يو بل سره سمندري نظريات شريکول، د يو بل په طريقو يو بل پوهه کول او په سمندر کې د راپېښو خطرو د مخې نيولو دپاره تګلاره جوړول دي.

XS
SM
MD
LG