لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمرستو اخستلو دپاره په زرګونو پاکستانیانو خپل نومونه افغان کډوالو کې اچولي


دپاکستان دشناختي کارډونو جوړولو یا دشمیر شمیرو دخوندي ساتلو ادارې نادرا داسې ۱۰زره پاکستانیان په ګوټه کړي چې دمالي مرستو ترلاسه کولو په غرض یې خپل نومونه افغانستان ته دستنیدونکو افغان کډوالو په قطار کې لیکلي دي.

دملګرو ملتونو دکډوالو اداره پخپله خوښه ستنیدونکو افغان کډوالو سړي سر ۴۰۰ ډالر ورکوي‌ چې ۵۵ پاکستانۍ روپۍ ترې جوړیږي.

دپاکستان د ډان ورځپاڼې له مخې دنادرا چئیرمین عثمان یوسف مبین دسینیټ د کورنیو چارو قائمه کمیټې ته ویلي دي چې نادار کوم شناختي کارډونه بلاک کړي دهغې دخلاصولو دپاره دخلکو دمراجعې په مهال دا خبره په ډاګه شوې چې ۱۰ زره پاکستانیانو هم ځانونه په کډوالو کې وراچولي.

هغه ویلي نادار پینځه رقم شناختي کارډونه د شک په اساس بلاک کړي دي.

دښاغلي مبین وینا وه چې دخپلې خوښې دستنیدنې دلړۍ په اساس تراوسه شاوخوا۱۰لکه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي اؤ په دوئ کې دغیږې ماشومانو ته هم د ملګرو ملتونو دکډوالو اداره ۴۰۰ ډالر ورکوي.

هغه زیاته کړې ده چې پاکستان کې په تیرو وختونو کې ۲۴لکه افغان کډوال راجسټر وؤ اؤ ۱۵ لکو نه زیاتو کؤوالو پکې همداسې استوګنه کوله.

دنادار مشر وویل چې ګڼ شمیر افغان کډوالو دپاکستاني کورنیو سره د تعلق په څرګندؤلو اؤ دولتي مامورینو سره په سازباز قامي شناختي کارډونه ترلساه کړي وؤ.

نوموړي دسینیټ کمیټې ته ویلي چې دتیر حکومت په مهال دجعلي شناختي کارډنو په ضد د مهم پرمهال یو لک اؤ۶۵زره شکمن کارډونه نیول شوي وؤ.

ډان ورځپاڼه وایي چې دسینیټ دقائمه کمیټې ددغه غونډې مشري رحمان ملک کوله اؤ هغه ویلي چې حتی د ایران مربوط دترهګر تنظیم پخوانی مشر عبدالمالک رګي هم دپاکستان په شناختي کارډ ترلاسه کولو کې بریالی شوی ؤ.

Recommended

XS
SM
MD
LG