لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې اووه کلنه ماشومه له جنسي تیري وروسته وژل شوې


پولیس وایي دپنجاب دفیصل اباد په ډي‌ ټائپ سیمه کې د یو پۍ واله یا شیده پلورونکي لخوا په اووه کلنه وړه ماشومه د جنسي تیري وروسته دغه ماشومه په بې دردۍ سره وژل شوې ده.

پاکستاني رسنیو دخالي په ورځ دفیصل اباد دپولیسو له خولې ویلي چې په ډي‌ پائپ سیمه کې یوې اووه کلنې ماشومې کور ته شیده یا پۍ وړل چې دپئیو دوکاندار هغې ته نیت خړ کړو اؤ جنسي تیری یې پرې وکړو.

دپولیسو په وینا د سلیم په نوم دغه دوکاندار له جنسي تیري وروسته دغه ماشومه وژلې اؤ دهغې مړی یې په یوه نزدې کارخانه کې ښخ کړی ؤ.

دپولیسو له مخې ددې پېښې وروسته په پېښه کې ککړ تن له ځایه تښېتیدلی ؤ اؤ پولیسو دهغه دنیولو هڅې پیل کړې دي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو ښارونو کې په وړو ماشومانو جینکو دجنسي تیري نه وروسته دهغوئ د وژنو پېښې سیوا شوي اؤ تیرکال دپنجاب‌ په قصور سیمه کې په اووه کلنه ماشومه زینب جنسي تیري اؤ دهغې وژنه کې ککړ عمران نومې مجرم ته دتیزندۍ سزا هم ورکړل شوې وه.

تیره میاشت د پښتونخوا نوښار سیمه کې هم پولیسو په یوه نهه کلنه ماشومه دجنسي تیري په تور یاسر نومې تن نیولی ؤ.

یرکال قامي اسمبلۍ ته وړاندې شوؤ شمیرو کې ویل شوي وؤ چې تیرو پینځوؤ کالو کې په دغه هیواد کې په ۱۷زره اؤ ۸۶۲ؤ ماشومانو جنسي تیری شوی دی

دماشومانو اؤ‌بشري حقونو دپاره په مبارزه بوخت فعالین وایي چې دپاکستان په تعلیمي ادارو کې ماشومانو ته هیڅ روزنه نه ورکول کیږي چې څنګه باید د جنسي تیریو نه ځان خوندي وساتي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG