لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې د پي ټي اېم بندي غړي په ضمانت خوشي شو


په کوټه کې د پي ټي اېم بندي غړي چې خوشي شو
په کوټه کې د پي ټي اېم بندي غړي چې خوشي شو

په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) شپږ نیول شوي بندي غړي په ضمانت خوشي شو، دا کسان په لورالايي کې په ۲۹م جنورۍ د بريد پرضد د احتجاجي مظاهرې په مهال نيول شوي وو.

د پي ټي اېم دا راخوشي شوي غړي چې صالح وطن شاد، نېک محمد مايل، محبوب شاه شېراني، سليمان بازۍ او ډاکټر زېن الله کاکړ، انجينير نجيب الله نوميږي په ۳۱م جنورۍ د کوټې پرېس کلب مخې ته نيول شوي وو.

په ۲۹ جنورۍ په لورالايي کې د ډي ايي جې په دفتر بريد کې د پوليسو په ګډون نهه کسان وژل شوي وو.

د پي ټي اېم غړو په ۳۱م جنورۍ د کوټې پرېس کلب مخې ته د دغه بريد پرضد احتجاجي مظاهره کوله او بيا دغه شپږ تنه پکې نيول شوي وو.

د پي ټي اېم یو غړي حسېن اغا اېډوکېټ پرون د جمعې په ورځ د کوټې د پرېس کلب مخې ته د دغو کسانو د نيولو او ارمان لوڼي د وژنې د مقدمې نه درج کولو پرضد د نه خوړلو هړتال پېل کړی ؤ.

د پي ټي اېم د غړو د راخوشي کېدو وروسته حسېن اغا د نه خوړلو وروسته خپل احتجاج هم ختم کړو.

د پي ټي اېم بندي کړی شوي غړي نن د خالي، شنبې په ورځ د يو، يو لاک روپو د مچلکو په ضمانت خوشي شو.

د ډي ايي جي په دفتر د برید پرضد په لورالايي کې احتجاجي پرلت شوی ؤ، او له هغې وروسته بيا د ارمان لوڼي د وژنې پېښه رامنځته شوې وه.

د پي ټي اېم مشران وايي د غورځنګ مخکښ مشر او استاز ابراهيم ارمان لوڼی د فرورۍ په دوېمه نېټه په لورالايي د پوليسو په تشدد وژل شوی ؤ، خو پوليس دغه تورونه رد کړي دي.

د ارمان لوڼي د وژنې مقدمه تراوسه نه ده درج شوې او نه د هغه د جسد د طبي معاينې (پوسټ مارټم) رپوټ مخې ته راغلی دی.

د ارمان لوڼي د وژنې پرضد د ملک د بېلابيلو برخو په څېر په اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره شوې او د مظاهرې په مهال د پي ټي اېم ۱۷ غړي نيول شوي دي.

د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزیر ضيا لانګو ويلي، د ارمان لوڼي د پوسټ مارټم د رپوټ راتلو پورې د مقدمې درج کولو فېصله نه شي کولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG