لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په خېبرپښتونخوا کې د ۱۸ فرورۍ نه د پوليو ضد بېړنی کمپاين پېل کیږي


د خېبرپښتونخوا د صحت د محکمې چارواکو ويلي د صوبې په ۱۶ ضلعو کې د ۱۸ فرورۍ نه د پوليو ضد بېړنی کمپاين پېل کولی شي.

په خېبرپښتونخوا کې د پولیو ضد د بېړني کمپاين اعلان په داسې حال کې شوی چې د صوبې په دوه ضلعو باجوړ او بنو کې د روان کال د پوليو دوه لومړۍ پېښې مخې ته راغلي دي.

د خېبر پښتونخوا د ويکسينو د څانګې مشر ډاکټر اکرم شاه وي او ای ډیوه ته ويلي، د پوليو رنځ په ضد د صوبې په ځينو ضلعو کې د بېړني کمپاين پېل کولو هدف د پوليو وايرس مخه نيول دي.

د ډاکټر شاه په وېنا، د ۱۸ فرورۍ نه د پوليو ضد کمپاين په ۱۴ ضلعو کې پېل کيږي په دغو سيمو کې شمالي او جنوبي وزيرستان، پېښور، مردان، چارسده، نوښار، صوابۍ، ملاکنډ، دير او باجوړ شاملې دي.

هغه زیاته کړه په کمپاين کې به د ۵ کالو نا کم ۳۸ لاکه او ۶۱ زره ماشومانو تا د پوليو وايرس په ضد څاڅکي ورکولی شي.

ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه د انکاري مور و پلار په اړه د ډاکټر اکرم شاه وينا وه چې د صوبې د نورو ضلعو په پرتله په جنوبي ضلعو کې داسې خلک زيات دي چې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو څخه انکاري دي.

هغه وويل د متعلقه ډپټي کمشنرانو په مرسته به د صحت محکمه هڅې کوي چې هر يو ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړی شي.

په پاکستان کې د روان کال د پوليو دوېمه پېښه د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې مخې ته راغلې او د پولیو پروګرام د خاتمې دپاره د وزيراعظم ځانګړي وياند بابر بن عطا ويلي ؤ.

په بنو کې چې کوم ماشوم د پولیو ښکار شوی مو و پلار يې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار کړی ؤ.

په پاکستان کې د پوليو د خاتمې د پروګرام د وېب پاڼې ترمخه تېر کال په پاکستان کې د پولیو ټولې ۱۲ پېښې مخې ته راغلې وې.

په يادو پېښو کې د خېبرپښتونخوا په اته پېښو کې پينځه په باجوړ، په خېبر، چارسده او لکي مروت کې يوه يوه پېښه مخې ته راغلې وه.

د بلوچستان په دوکۍ ضلع کې درې پېښې رپوټ شوې او د کراچۍ په ګډاپ ټاؤن کې هم يوه پېښه مخې ته راغلې وه.

XS
SM
MD
LG