لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ترکي ایغور مسلمانانو سره دچین په چلند سختې نیوکې کړي


ترکي دخالي په ورځ دچين لخوا دخپل هيواد اقليتي مسلمانانو "ايغور" سره د روان چلن غندنه کړې او دا يې "انسانيت پسې دپیشاړو" يو ګام بللى چې ورسره دترک ژبې ويونکو لږکیو داجتماعي بند په اړه دبشري حقونو دسازمانونو په نيوکو کې نوره اضافه هم شوې ده.

دترکي دبهرنو چارو دوزارت وياند هامي اکسويى په يو بيان کې ويلي دايغور ترکانو سره دچيني چارواکو لخوا خپل کړل شوی چلند دبشريت لپاره لويه شرمندګي ده.

دچين شمال ليويديزه ژنګژانګ سيمه، چرته چې اکثريتي ايغورمسلمانان ميشته دي، په اوسنو کلونو کې دپوليسو دسختې څارنې لاندې ده.

دملګرو ملتونو دپوهانو ديو پينل له مخې خواوشا يو ملين ايغور او نور ترک ژبه ويونکي اقليتونه یا لږکي په هاغه کيمپونو کې ساتل شوي چې پکې دهغوي عقايد بدلولى شي.

خو بيجنګ وايي دپېشه وارانه تعليم په دغو مرکزونو کې له ترهه ګرۍ څخه دخلکو په پاکولو کې مرسته کيږي او هغوي ته پکې بيا په ټولنه کې د ورګډولو اجازه ورکولى شي.

خو ناقدين وايي چين دژنګژانګ سيمې داقليتي خلکو دانجذاب هڅه کوي او هاغه مذهبي او ثقافتي عقايد له مينځه وړي چې دکميونسټ نظريې سره په ټکر کې وي

دترکي دخارجه وزارت بيان کې ويل شويدي اوس دا پټه نه ده پاتې چې په بند کې په ساتل شوو لسو لکو څخه په زياتو اويغور مسلمانانو تشدد کولى شي او دهغوي سياسي نظريات بدلولى شي

دبيان له مخې کوم اويغور مسلمانان چې په بند کې نه دي ساتل شوي هغوي هم تر سخت فشار لاندې دي

ترکي په نړيوالې ټولنې او دملګرو ملتونو په عمومي سيکتر انتونيو ګوټيريس غږ کړى چې په ژنګژانګ سيمه کې دې دبشري سانحې دمخنيوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي

XS
SM
MD
LG