د شمالي وزیرستان په خېسور کې د حيات خان ماما ماتوړکی د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی، ځايي انتظامیې د ماتوړکي د وژنې پخلی کړی دی.
د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د ماتوړکي د وژنې غندنه کړې ده نوموړي په ټویټر ویلي.
"د شمالي وزيرستان په خېسور کې د حیات خان د ماما ماتوړکي د وژنې په سخته غندنه کوم. په لويه شمېره د پوځ په موجودګۍ کې د غندنې وړ دا پېښه رامنځته کېدل سوالونه راپورته کوي. د وژنې وخت دا پېښه نوره مشکوکه جوړوي. پېښه پلټنو ته اړتيا لري".
د ماتوړکي د وژنې په اړوند کره مالومات مخې ته نه دي راغلي خو ځينې راپورونه وايي هغه په خپل کور کې نامالومو وسله والو په هدف کړی دی.
خو انتظامیه وايي نن د ګل، دوشنبې په ورځ به د هغه د وژنې اصل علت مالوم شي.
تېره میاشت د خېسور سره تعلق لرونکي ماشوم حيات خان ويډيو په سوشل ميډيا خپره شوې چې پکې هغه په پوځ تورونه لګولي وو.
دغه ماشوم ويلي ؤ پلار او ورور يې پوځيانو نيولي او اوس یې کور ته بې د اجازته ورځي د کور ستر پرده یې ورله ماته کړې ده.
د يادې پېښې پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاج کړی او په قامي اسمبلۍ کې محسن داړو، د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او د نیمې قبايلي ضلعې سيمې د قامي اسمبلۍ غړي مفتي عبدالشکور د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې وه.
په دغو ورځو کې د ملک ماتوړکي يوه ويډيو هم خپره شوې چې پکې نوموړي د حيات تورونه رد کړي وو.
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور د خېسور د پېښې په غبرګون کې ويلي ؤ، ځايي جرګې دغه تورونه دروغژن ګرځولي او زياته کړې يې وه دغه ډول خبرې کول د ځايي کلتور پرضد دي.
خو له دغې وروسته د وي اوای اردو څانګې د خبر ترمخه د پاکستان د پوځ لوړ پوړو چارواکو په دغه پېښه په رسمي ډول بخښنه غوښتې او باور یې ورکړی ؤ چې په راتلونکي کې به د داسې رقم پېښو مخه نیولی شي.
د خبرترمخه د شمالي وزیرستان د قامي جرګې په غوښتنه د پوځ د سیمه ییز مشر یا جنرال افیسر کمانډنګ میجرجنرال ممتاز حسین په مشرۍ د لوړ پورو دولتي چارواکو یوې ډلې په خېسور کې داغیزمنې کورنۍ مشرانو او د سیمې د مخورو سره لیدلي دي او په یاده پېښه یې معذرت کړی ؤ.