لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د ارمان لوڼي د وژنې مقدمه نه درج کول شکونه پېدا کوي"، فرحت الله بابر


د پاکستان پيپلز ګوند مخکښ مشر فرحت الله بابر وايي د ارمان لوڼي کورنۍ د هغه د وژنې د مقدمې درج کولو غوښتنه کوي، خو د مقدمې نه درج کول شکونه پېدا کوي.

فرحت الله بابر نن د ګل، دوشنبې په ورځ د ارمان لوڼي فاتحې له په قلعه سېف الله کې د هغوي کور ته ورغلی او هلته يې رسنيو سره خبرې کړي دي.

هغه وویل "د ارمان لوڼي د کورنۍ غوښتنه ده چې مقدمه (اېف ايي ار) دې درج شي نو بيا داسې هيڅ وجه نشته چې اېف ايي ار نه درج کيږي او که نه درج کیږي نو دا شکونه راولاړوي".

بابر زیاته کړه "اېف ايي ار دې درج شي ازادانه او بې طرفه پلټنې دې وشي چې شکونه نه پېدا کیږي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او استاز ابراهيم ارمان لوڼی د تورنې وژنې پېښه په دوېمه فرورۍ د بلوچستان په لورالايي سيمه کې رامنځته شوې وه.

د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ او د پي ټي اېم فعالان تور لګوي چې ارمان د پوليس په تشدد وژل شوی خو پوليس دغه تور ردوي او وايي هغه د زړه د دورې له امله ساه ورکړې وه.

د هغه جسد بيا د طبي معاينې دپاره د کوټې سېول روغتون ته وړل شوی ؤ.

پي ټي اېم او د ارمان کورنۍ وايي تراوسه پورې پوليس د لوڼي د وژنې مقدمه نه درج کوي، او نه د هغه د جسد د طبي معاينې (پوسټ) رپوټ مخې ته راغلی دی.

خو د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر ضيا لانګو ويلي د پوسټ مارټم رپوټ راتلو پورې د مقدمې فېصله نه شي کولی او ډاکټرانو ويلي ياد رپوټ به په يوه میاشت کې راځي.

د ارمان لوڼي په کور کې فرحت الله بابر وويل هغه د پيپلز ګوند په استازيتوب ورغلی دی او زياته يې کړه "مونږ د رياست هغه قوتونه چې کوم نه پوهيږي او هغه د بنيادي حقونو خلاف ورزي کوي خلاف يې اواز پورته اوچتوؤ".

ناستو خلکو ته په مخاطب کولو سره هغه وويل، "ستاسو مبارزه پرامن ده ډنډا مو په لاس نه ده راخيستې خپله مبارزه پرامن وساتئ ځکه چې ځینې خلک به هڅه کوي چې ستاسو پرامنه اواز په فساد بدل کړي خو تاسو خپله پرامنه مبارزه مه پرېږدئ".

بابر وويل "ويره مه محسوسوئ د بنيادي انساني حقونو دپاره چې کوم جدوجهد وي د هغې په لاره کې مشکلات راځي دا خيال کول چې تاسو ته به جمهوري حقونه د جدوجهد نه بغېر ميلاؤ شي، هغه نه مېلاويږي".

هغه زياته تاسو بايد کوشش وکړئ چې د ملک ټول پرامنه جمهوري قوتونه ستاسو سره وي، او د امن لار چې پرې نه ږدئ.

بابر وويل، "د ارمان لوڼي قرباني به بې ځايه نه ځي، په بلوچستان کې ډېر خلک بې درکه دي حکومت او ادارو ته خواست کوو چې يو بل سره کښېنئ ځکه چې مسلې په خبرو هواريږي".

د ارمان خور وړانګې لوڼۍ په سيند صوبه او اسلام اباد کې د پي ټي اېم د بندي غړو خبره د فرحت الله په وړاندې کېښوده او وي ويل چې پيپلز ګوند بايد د پي ټي اېم د پينځه غوښتنو غږ ملاتړ وکړي او د پي ټي اېم د غړو د نيولو غندنه وکړي.

فرحت الله بابر بيا وويل "د بنيادي بشري حقونو په غوښتنه کې به ستاسو ملګري يُو".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG