لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان پخوانی لنډمهاله جمهور رئیس صبغت الله مجددي ومړ


دافغانستان پخوانی لنډ مهاله جمهور رئیس اؤ دملي نجات ګوند مشر حضرت صبغت الله مجددري د ۹۴ کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی اؤ ټاکل شوې دجنازې مراسم به یې د چهارشنبې په ورځ د کابل غازي سټيډیوم کې ترسره شي.

دافغانستان د رسنیو له مخې صبغت الله مجددي د تیرې ډیرې مودې راهسې ناروغه ؤ خو تیره شپه یې ناوخته په کابل کې ساه ورکړې ده.

ښاغلي مجددي دتیرو څو لسېزو راهسې دافغانستان سیاست کې یو فعال رول لوبولو اؤ‌ په ګڼو مهمو چوکیو یې دنده ترسره کړې وه.

په کال ۱۹۹۲ کې دافغانستان دپخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله له حکومت ړنګیدلو وروسته هغه داپریل نه دجون ترمیاشتې درېوؤ میاشتو دپاره دافغانستان دلنډمهاله حکومت مشر هم پاتې شوی ؤ اؤ ددې ترڅنګ یې په دې وروستیو کې دافغانستان دسولې دعالي شورا مشري هم پرغاړه لرله.

صبغت الله مجددي چې په ١٩٢٦ کال کې دافغانستان په هرات ولایت کې زېږېدلى اؤ دمصر دقاهره پوهنتون څخه یې خپلې لوړې زده کړې پای ته رسولې وې.

په افغانستان دشوروي اتحاد دځواکونو دحملې وروسته چې د خلق ديموکراتيک ګوند واک ته ورسېدو نو ښاغلي مجددي پاکستان ته ولاړ او د ملي نجات جبهې په نامه يې د کابل دولت پر وړاندې سياسي او وسله واله جګړه پيل کړه.

هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ځان د سياست نه ګوښه کړى و، خو په ٢٠٠٣م کال کې د ډسمبر په مياشت کې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د لويې جرګې د رييس په توګه هم ټاکل شوى و.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG