لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محکمې دپښتونخوا داطلاعاتو د وزیر شوکت یوسفزي دنیولو امر وکړو


په پاکستان کې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې په پارلیمان اؤ دولتي ټیلي ويژن دبرید په مقدمه کې دخیبر پښتونخوا د اطلاعاتو د وزیر شوکت یوسفزي اؤ د واکمن ګوند تحریک انصاف د۲۶ؤ نورو غړو دنیولو اؤ محکمې ته د وړاندې کولو امر کړی.

دپاکستان په وزیراعظم عمران خان ،صدر عارف علوي،دخزانې په مرکزي وزیر اسد عمر،دبهرنیو چارو په وزیر شاه محمود قریشي، دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو په وزیر شوکت یوسفزي اؤ وتحریک انصاف په نورو مهمو مشرانو تور دی چې کال ۲۰۱۴ م کې یې اسلام اباد کې دپرلت وهمې پرمهال دپي ټي وي اؤ پارلیمان په ودانیو بریدونه کړي دي.

ددغه مقدمې اوریدنه نن (سه شنبه)په اسلام اباد کې د ترهګرۍ دمخنیوي محکمه کې شوې چې محکمې ته د وربلل کیدلو باوجود دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی نه دی ورغلی.

د اوریدنې په مهال د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي،دتحریک انصاف دمهم مشر جهانګیر ترین،دخزانې دمرکزي وزیر اسد عمر اؤ مرکزي وزیر شفقت محمود وکیلانو محکمې ته خواست کړی چې یادو کسانو ته دې محکمې ته له حاضریدلو استثنا ورکړې چې محکمې دغه خواستونه منلي.

خو پرله پسې د شوکت یوسفزي محکمې ته په نه حاضریدلو یې دهغه دنیولو امر کړی .

په دغه امر کې ویل شوي چې دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی به له نیول کیدو وړاندې د ضمانت کولو وړتیا هم نه لري.

وائس اف امریکه ډیوه زیاته هڅه وکړه چې د پښتونخوا داطلاعاتو دوزیر شوکت یوسفزي نظر واخلي چې ولې هغه محکمې ته نه مخ کیږي خو شوکت یوسفزئ ټیلي فون ته له ځواب ویلو ډډه وکړه

دپاکستان صدر عارف علوي اؤ وزیراعظم عمران خان ددغه مقدمې نه د بري کیدلو عریضې هم محکمې ته کړي خو محکمه کې به په دغو عریضو دبحث اوریدنه په ۲۸م مارچ کیږي.

په کال ۲۰۱۴م کې تحریک انصاف ګوند د نوازشریف دحکومت په ضد پلازمینه اسلام اباد کې د۲۶ؤ ورځو اوږد پرلت مات کړی ؤ چې په دغه موقعه دتحریک انصاف غړي په دولتي وانیو ورختلي وؤ اؤ دپولیسو ترڅنګ یې عام دولتي مامورین هم وهلي وؤ چې وروستو دهغوئ په ضد دترهګرۍ ددفعو لاندې مقدمې درج کړل شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG