لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډيره اسماعیل خان:ترهګریز برید کې دیو افسر په ګډون پینځه پولیس وژل شوي


دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې دپولیسو په یو ګاډي دنامعلومو وسله والو په برید کې د ایس ایچ او په ګډون پینځه پولیس وژل شوي اؤ دوه لاروي ژوبل شوي دي.

دپولیسو سرچینو وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي د نهې په ورځ د ډيره اسماعلیل خان دپرواه تحصیل په ماهړه سیمه کې پولیس په ګزمه روان وؤ چې پر دغه مهال په موټر سائیکل ناستو دوؤ وسله والو په هغوئ ناتاره ډزې کړي.

په دغو ډزو کې ایس ایچ او طاهر نواز،سپاهي میرباز،سپاهي اصف،سپاهي سرفراز اؤ سپاهي جاوید وژل شوي اؤ دیاسین اؤ حمید په نومونو دوه لارویان ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي چې ترهګر پولیسو ته د وړاندې نه په بوټو کې پټ‌ شوي وؤ اؤ چې کله یې دپولیسو موبائیل ولیدلو نو دومره چټک برید یې پرې وکړو چې پولیسو ته یې هډو دمقابلې موقعه په لاس نه ده ورکړې.

دسرچینو په وینا په ډزو کې لمړی یو سپاهي په موقعه مړ اؤ نور پولیس ژوبل شوي وؤ خو کله چې هغوئ د ډيره اسماعیل خان پوځي روغتون ته وړل کیدل نو په لاره یې ساه ورکړې ده.

تر اوسه ددې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې .

له پېښې وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي .

دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان اؤ نورو بیلابیلو سیمو کې تر دې وړاندې هم په پوځ اؤ پولیسو دغسې ترهګریز بریدونه شوي چې پکې په سوونو پوځي اؤ پولیس افسران اؤ زلمي وژل شوي .

په دغو بریدونو کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

XS
SM
MD
LG