لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان غواړي چې د قطر دفتر ته يې قانوني بڼه ورکړی شي


افغان طالبانو هيله څرګنده کړې چې د امریکې سره د روانو خبرو په ترڅ کې به په قطر کې د دوي دفتر ته قانوني بڼه ورکړی شي او د دوي د اوږدې مودې دا غوښتنه به يې ترسره شي.

وي او ای او سره په مرکه کې په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهېل شاهين ويلي، چې د طالبانو دفتر د قانوني بڼې ورکولو سره به په افغانستان کې د سولې دپاره د روانو خبرو عمل نور ګړندی شي.

د قطر په پلازمينه دوحه کې د طالبانو دفتر د کال ۲۰۱۳م راهسې فعال دی خو دې دفتر ته قانوني بڼه نه ده ترلاسه.

د افغان حکومت د اعتراض په اساس د قطر حکومت طالبانو ته ويلي چې خپل دغه دفتر د عامو يا رسمي اړيکو دپاره نه شي کارولی.

طالبانو خپل دفتر ته د قانوني بڼې ورکولو غوښتنه په داسې مهال کړې ده چې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د سيمې د هېوادونو په سفر دی.

د زلمي خليلزاد سره د طالبانو د راتلونکو خبرو د پړاؤ دپاره د روانې مياشتې فرورۍ ۲۵م نېټه ټاکل شوې ده، له دې وړاندې شپږ ورځنۍ خبرې هم په قطر کې شوې وې.

د وي او ای خبريال ایاز ګل سره په مرکه کې سهېل شاهين ويلي، چې په دوحه کې د امریکايي استازو او نورو پلاؤ سره طالبان په هوټلونو کې ليدنې کوي د کوم له امله چې هغه خبريالان په وخت د دغو خبرو څخه خبر نه شي ساتلی.

هغه ویلي د قطر دفتر د قانوني بڼې ورکولو خبره يې د امریکايي پلاوي په وړاندې راپورته کړې او زياته کړې يې ده په راتلونکو خبرو کې به هم دغه مسله بيا د هغوي مخې ته ږدي.

شاهين ویلي د داسې کولو سره به د خبرو روان عمل نور ګړندی شي خو امریکا په رسمي ډول دغه غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

نوموړي زياته کړې چې د افغان حکومت د مخالفه سياسي مشرانو او طالبانو بله ناسته به راتلونکې مياشت په دوحه کې کيږي او که له دغې وړاندې د دوحې دفتر ته قانوني بڼه ورکړی شوه نو دا غونډه به هم دغلته وشي.

له دې وړاندې د افغان مخالفه مشرانو سره د طالب استازو ليدنه په روس کې شوې په کومه ناسته کې چې د افغان دولت استازي ګډون نه ؤ کړی.

طالبان د افغان دولت سره د خبرو نه انکار کوي او افغان حکومت د طالبانو په دې عمل سخت ټکونه کوي.

د افغانستان صدر اشرف غني او امریکايي چارواکي په طالبانو ټینګار کوي چې د افغان دولت سره نېغ په نېغه خبرې وکړي خو طالبان تراوسه پورې دې غوښتنې منلو ته نه دي تيار شوي.

اشرف غني د اتوار، يکشنبې په ورځ په طالبانو غږ کړی چې د افغان حکومت سره د خبرو دپاره په کابل کې دفتر پرانيزي، خو سهېل شاهين ويلي چې افغانستان د طالبانو خپل هېواد دی او دوي هلته د دفتر خلاصولو دپاره چاته د پوښتنې اړتيا نه لري.

هغه ويلي د روانو خبرو په دې پړاؤ کې د اشرف غني د حکومت دا وړانديز د سولې هڅو ته د زيان اړولو کوشش دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG