لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سوشل ميډیا د کرکې خورؤنکو پرضد عمليات کوو، فواد چودري


د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري وايي په سوشل ميډيا، ټولنيزو رسنیو د کرکې خورول ډېر قابو کړی شوي او حکومت اوس داسې تګلاره جوړه کړې چې په ټولنيزو رسنيو به د کرکې وېناګانې ودرولی شي.

په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې چودري وويل د پاکستان مسله هغه وخت پېل شوه چې د افغانستان په غېر معمولي شخړه کې ښکېل شو خو اوس پاکستان د دغو حالاتو نه ووځي.

هغه وويل چاته دا اجازت نه ورکوؤ چې خلک کرکه خوره کړي ځکه چې د کرکې لومړی قدم انتهاپسندي او دوېم يې بيا ترهګري ده.

چودري زياته کړه په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو کاروؤنکي ځينې کسان نيول شوي وو خو د هغوي پرضد قانون نه دی کارول شوی او خوشي کړی شوي دي.

نوموړي وويل ډيجيټل رسنۍ د روايتي رسنيو ځای نيسي ځکه حکومت د سوشل ميډیا قابو کولو دپاره ګامونه پورته کوي.

د فواد چودري په وېنا په سوشل ميډيا فتوې ورکول کيږي، هغه ويلي په وروستيو کې ځینې کسان نيول شوي او راتلونکې اوونۍ به سخت عملیات پېلوي.

د فواد چودري وېنا ته په غبرګون کې د بې پولې خبریالانو د تنظيم غړي او د فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک په ټویټر ويلي،

"زه هيله لرم چې فواد چودري به په انټرنېټ د کرکې د وېنا پرضد جګړه کې د مالوماتو ازادي او د اظهار رای ازادي سړه نه کړي".

ژورنالسټ امير مغل په ټويټر ويلي،

"د فواد چودري او تحریک انصاف په سوشل ميډيا د عملیاتو کولو پرېکړه په وخت ده، ابرارالحق، شېخ رشيد او صابر شاکر چې د لږکيو پرضد کومه کرکه خوره کړې او تحریک انصاف چې د شيرين مزاري او د هغې د لور سره کومه بدتميزي کړې په هغې ضرور ګام واخلئ".

فواد چودري په ټولنيزو رسنيو د کرکې د وېنا کوونکو پرضد د عملياتو کولو خبره په داسې حال کې کړې چې تېره اوونۍ په لاهور کې ژورنالسټ رضوان رضي نيول شوی وو.

او مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) په هغه تور لګولی ؤ چې د رياستي ادارو پرضد يې د کرکې ټويټونه کړي وو.

XS
SM
MD
LG