لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: پاکستان د انټرنیټ کاروونکو لپاره د ناامنه هېوادونو په نوملړ کې په 7م نمبر دی


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د سایبر جرمونو په اړه پر سختو قوانینو برسېره یوې نړیوالې ادارې د سایبر خوندیتوب په برخه کې پاکستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی دی چې د انټرنیټ کاروونکو لپاره ناامنه ګڼل کېږي.

د کمپېریټیک په نوم ادارې پخپل تازه رپوټ کې ویلي، چې پاکستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې پر 7م نمبر دی چې انټرنیټ کاروونکي پکې خوندي او محفوظ نه دي.

په دې نوملړ کې د انټرنیټ کاروونکو د ناامنۍ په برخه کې پر لومړي نمبر الجېریا هېواد دی او جاپان هغه هېواد ګرځول شوی چې انټرنیټ کاروونکي پکې تر ټولو زیات محفوظ ګڼل شوي دي.

د کمپېریټیک ادارې د خپل څېړنیز رپوټ لپاره په شاوخوا 60 هېوادونو کې پلټنه کړې ده.

سایبر خوندیتوب څه دی او څنګه د انټرنیټ کاروونکي په پاکستان کې خوندي نه دي او په دې برخه کې د حکومت څه ذمه واري ده. د انټرینټ کاروونکو د حقونو لپاره کار کوونکی اسامه خلجي په دې اړه وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"د دې زیاتې وجې دي خو تر ټولو مهمه وجه چې په دې رپوټ کې لیکلې ده هغه دا ده چې په پاکستان کې د انټرنیټ کاروونکو لپاره قانوني تحفظ دومره زیات نه شته".

اسامه خلجي وایي د پاکستان د معلوماتي ټیکالوجۍ وزارت د (ډېټا پروټیکشن اینډ پرایوېسي ایکټ) په نامه یوه قانوني مسوده هم تیاره کړې ده، خو وایي تر اوسه پارلمان ته نه ده وړاندې شوې. اسامه وایي تر څو چې دغه قانون جوړ او عملي نه شي د انټرنیټ کاروونکو حقونه نه شي خوندي کېدای:

"په دې بِل کې هغوی کافي اقدامات لیکلي دي چې که په پاکستان کې خلک د کمپیوټر او موبایل فون ډېټا غلطه استعمالوي یا هېک کوونکي او بریدګر دي هغوی ته به سزا ورکول کېږي. بل دا چې زموږ بېنکونه هم باید خوندي شي ځکه چې په پاکستان کې پر ډېرو بېنکونو هم سایبر بریدونه شوي دي".

په پاکستان کې وخت په وخت داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې د ځینو بېنکونو آنلاین سیسټم هېک کړل شوی او د صارفینو ډېټا یې غلا کړل شوې ده.

په پاکستان کې په 2016م کال کې د سایبر جرمونو د مخنیوي قانون هم جوړ شوی، خو پر ټولنیزو رسنیو فعال کسان تور پورې کوي، چې د دې قانون مقصد د سایبر جرمونو مخنیوی نه، بلکې د هغو خلکو په ضد کارول وو چې د ریاست پر پالیسیو نیوکې کوي.

په تېرو دوو کلونو کې د ګڼ شمېر داسې کسانو په ضد د سایبر جرمونو د قانون له مخې مقدمې شوې دي، چې پر ټولنیزو رسنیو په ښکاره پر ریاستي ادارو خصوصاً پر پوځ او عدلیې باندې نیوکې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG