لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان اسلام اباد کې زلمي خلیلزاد اؤ عمران خان سره دسولې خبرې کوي


طالبانو ویلي امریکا سره د هغوئ دسولې د خبرو راتلونکی پړاؤ به روانه میاشت اسلام اباد کې ترسره کیږي اؤ طالبان به د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره هم لیدنه کوي چې پکې به دافغان سولې په بیلابیلو اړخونو خبرې کولی شي.

دفرانسوي خبري اژانس ای ایف پي له مخې طالبانو دا اعلان په داسې مهال کړی چې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان کې د روانو اوږدې جګړې دپائ ته رسولو دملاتړ ترلاسه کولو په موخه دسیمې دبیلابیلو هیوادونو په سفر دی.

خو واشنګټن یا اسلام اباد تر اوسه په رسمي توګه دطالبانو ددې اعلان پخلی نه دی کړی چې د سولې راتلونکې خبرې به اسلام اباد کې کیږي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل یو بیان کې ویلي چې امریکایي چارواکو سره به بیلابیلې لیدنې کوي اؤ په دغو لیدنو کې به وړومبۍ لیدنه دپاکستان د حکومت په بلنه په ۱۸مه فبرورۍ اسلام اباد کې کیږي.

طالبانو ویلي داسلام اباد له خبرو یوه اوونۍ وروسته به د سولې دخبرو بل پړاؤ په ۲۵مه فبرورۍ دوحه کې کیږي.

تیره میاشت هم امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دوحه کې طالبانو سره دشپږو ورځو اوږدې خبرې اترې کړې وې اؤ ددغو خبرو وروسته ښاغلي خلیلزاد اؤ طالبانو دواړو منلې وه چې دسولې په اړوند یې یو شمیر پرمختګونه کړي دي.

زلمي خلیل زاد په محتاط ډول دا هیله هم ښکاره کړې ده چې سږکال دجون میاشت کې دافغانستان کیدونکو صدارتي ټاکنو نه وړاندې به طالبانو سره دسولې تړون وشي خو هغه ویلي ؤ چې طالبانو ته به ارو مرو افغان دولت سره مخ په مخ خبرو ته کښېناستل وي اؤ طالبان افغان دولت سره خبرو ته له کښېناستو انکار کوي.

دطالبانو په بیان کې راغلي چې هغوئ به افغانستان سره د دوه اړخیزه چارو په اړوند دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره هم په اسلام اباد کې بشپړې خبرې کوي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیرکال ددسمبر میاشت کې ویلي وؤ چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک دلارې غوښتنه کړې چې طالبان باید افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښېنوي .

عمران خان ژمنه کړې وه چې پاکستان به دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ‌ دسولې خبرو کې بشپړ کردار ادا کوي.

خو افغان دولت دسولې دخبرو دځان په بهر پاتې کیدلو ناخوښه دی اؤ ولسمشر اشرف غني روانه میاشت ویلي چې دسولې کیلي په کابل اؤ دجګړې کیلي په اسلام اباد کې ده.

XS
SM
MD
LG