يورپي کمېشن پاکستان د هغو ۲۳ هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی کومو چې د کمېشن په وېنا د غېر قانونه پېسو لېږلو رالېږلو (مني لانډرنګ) او ترهګرۍ د مالي سرچينو د مخنيوي دپاره پوره ګامونه نه دي پورته کړي دي.
يورپي کمېشن ويلي د دې نوملړ مقصد ترهګرو ته د مالي سرچينو برابرولو او د غېر قانونه پېسو د مخنيوي دپاره د يورپي يونين د مالياتي نظام خوندي کول دي.
د یورپي کمېشن د بيان ترمخه کوم هېوادونه چې په دې نوملړ کې شامل وي، د یورپي يونېن لاندې کار کوونکي بېنکونه او مالياتي ادارې به د دغو هېوادونو سره په ورکړه راکړه کې نور لټون کوي د دې دپاره چې د دغو هېوادونو د مشکوکه پېسو لېږل په ګوته کړی شي.
ويل شوي د يورپي کمېشن د غړو هېوادونو سره د يوې مياشتې وخت دی چې دا نوملړ رد کړي خو د يورپي يونين د انصاف کمشنرې ويرا يوروا ويلي هغه په دې باور ده چې دا نوملړ به نه رد کيږي.
يورپي کمشنرې ويلي يورپي يونين په نړۍ کې د غېر قانونه پېسو د مخنیوي دپاره کوټلی معيار ټاکلی دی او دوي دا خبره يقيني کول غواړي چې د غېر قانونه لارو ترلاسه شوې پېسې د يورپ په مالياتي نظام کې ګډې نه شي.
هغې ويلي غېر قانونه پېسې ترهګرۍ ته د ودې ورکولو غټه سرچينه ده.
اغلې د غېر قانونه پېسو په اړوند د يورپي يونين په نوملړ کې شاملو هېوادونو باندې غږ کړی چې د خپل مالياتي نظام څخه نيمګرتياوې لرې کړي.
په ياد نوملړ کې د پاکستان سره افغانستان، شمالي کوريا، عراق، ايران، يمن، تيونس او سعودي عرب هم شامل دي.
د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو په کاروبار نظر لرونکې نړيوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) پاکستان تېر کال د هغو هېوادونو په نوملړ کې اچولی کوم چې د ترهګرۍ دپاره کارېدونکو او غېرقانونه پېسو د مخنیوي دپاره ګامونه نه پورته کوي.