لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په شمالي وزیرستان کې د يو مخور مشر هدفي وژنې ځايي خلک اندېښمن کړي


د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه

په شمالي وزيرستان کې د شورو، چهارشنبې په ماښام ملک عباس خان په بمي چاؤدنه کې وژل شوی او له دغې پېښې وروسته ځايي مشران وايي دغه ډول پېښې بيا بيا رامنځته کېدل د اندېښنې وړ دي.

د چيف اف وزيرستان په نوم ياد ملک نصرالله خان وايي، په وروستیو کې په شمالي وزيرستان کې هدفي وژنو او د بدامنۍ پېښو رامنځته کېدو دوي سخت اندېښمن کړي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نصرالله خان وويل، د علاقې ياد مخور مشران چې د جرګو مرکو خاوندان دي د هغو وژنې روانې دي او که د دغو پېښو مخه ونه نيول شوه نو په علاقه کې به د مسلو هوارولو دپاره مشران پاتې نه شي.

هغه زیاته کړه حکومت بايد په علاقه کې نه يواځې د مشرانو بلکې د بدامنۍ د هر ډول پېښو د مخنيوي دپاره کلک ګامونه پورته کړي.

هغه وويل ځايي مشرانو د سيمې او ملک د امن دپاره رول لوبولی او بيا هم د امن دپاره کار کولو ته تيار دي خو دوي ته دې تحفظ ورکړی شي.

د وژل شوي ملک عباس په اړوند هغه وويل د هغه وژنه دردونکې ده ځکه چې هغه په سيمه کې جرګه مار روغ وال مشر ؤ.

د ملک عباس د پېښې نه نزدې یوه اوونۍ په دغه ځای د هغه په تره ملک رېمال چاؤدنه شوې خو هغه پکې روغ وتی ؤ.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د ملک عباس د وژنې غندنه کړې ده.

هغه ويلي، په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو تازه لړۍ خطرناکه ده او په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو په اړوند دې د قانون په ځای کوونکو ادارو څخه پوښتنه وشي.

ملک عباس پرون ماښام په داسې حال کې وژل شوی چې د ځايي انتظاميې په وېنا هغه د مرستيال کمشنر په دفتر کې د دوه فريقېنو ترمنځ روغې جوړې له ورغلی او له هغې وروسته په خپل ګاډي کې روان ؤ چې د بمي چاؤدنې ښکار شوی دی.

د انتظاميې په وېنا بارودي مواد د ملک عباس په ګاډي کې ځای په ځای کړی شوي وو.

څو ورځې وړاندې په خېسور کې ملک ماتوړکی په خپل کور کې د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوی ؤ او د هغه د وژنې تور بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرتابه لګول شوی خو د تور لګولو نه وړاندې د پي ټي اېم مشرانو د پېښې د پلټنو کولو غوښتنه کړې وه.

پي ټي اېم په خپلو غوښتنو کې يوه غوښتنه دا کوي چې په وزيرستان کې دې د هدفي وژنو لړۍ ودرول شي.

XS
SM
MD
LG