واشنګټن ــــ د روس، ایران او ترکيې مشرانو نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ په روس کې په یوه سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړ او د امریکې له سوريې- شام څخه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلو ځواکونو ایستلو د فیصلې هرکلی یې وکړ.
د جګړې له پیل څخه اته کاله وروسته هم سوریه بې ثباته او نا ارامه ده.
د روس او ایران په ملاتړ د دغه وخت په اوږدو کې دواړه د حزب الله ملېشه ډله او د بشارالاسد حکومت پیاوړي ساتل شوي وو، خو څېړونکي وايي له روس څخه د امریکايي ځواکونو ایستل به یوه نوې سناریو پرانیزي.
څېړونکی ولادیمیر ایسوسیف وايي، د سوریې د کردانو د ستونزې هوارولو مسله ډیره مهمه ده:
"دا د روس او ایران لپاره هم ښه ده چې د سوریې کردان د خپل حکومت سره یو ځای شي او ترکیه غواړي د فشار له لارې هغوی دغه یووالې ته اړ کړي."
روس، ترکيې او ایران په دغه سرمشریزه غونډه کې په ګډه له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د فېصلې هر کلۍ وکړ. د روس ولسمشر ولاديمیر پیوټن وویل:
"موږ په دې اړه هم بحث وکړ چې د سوريې له شمال ختیځ څخه د امریکايي سرتېرو وتل به د سوريې عرب جمهوریت په حالاتو باندې څه اغیزه وکړي. که چیرې دا پلان عملي شي نو دا به یو مثبت ګام وي."
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل:
"دا ډېره مهمه ده چې د امریکایي سرتیرو له وتلو وروسته په واک کې د وسله والو د بېرته راتللو مخه ونیول شي."
څیړونکی ولادیمیر ایسوسیف وايي، که وکتل شي نو امریکا نه شي کولای چې روس له سوريې څخه وباسي. دا یو نا ممکنه کار دی، نو دوی به خامخا یوې موافقې ته رسېږي.
که څه هم امریکا په دغه غونډه کې ګډون نه درلود خو د امریکا راتلونکي ګامونه او پلانونه په دغه غونډه کې واضح ښکارېدل.