لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هندي کشمیر کې ځانمرګی برید، دېرش وژل شوي، جیش محمد ډلې یې ذمه واري منلې


واشنګټن ـــــ د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې د هند د نیمه پوځي ځواکونو پر یوه کاروان ځانمرګی برید شوی، چې د پاکستان په پنجاب صوبه کې مېشتې توندروه وسلوالې ډلې جیش محمد یې ذمه واري منلې ده.

د رپوټونو له مخې تر اوسه په دې برید کې د لږ تر لږه 30 تنو پوځیانو د وژل کېدو او شاوخوا 40 د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

هندي چارواکي وایي د پنجشنبې- زیارت په ورځ ماسپښین د هندي ځواکونو دوه بسونه را روان وو، چې په دواړو کې شاوخوا اتیا تنه سپاره وو، وایي په همدې وخت کې له چاودېدونکو موادو ډک یو موټر ورسره ولګېد او زوروره چاودنه وشوه.

د هند وزیراعظم نریدرا مودي دا برید په کلکو ټکو کې غندلی دی. مودي تر پېښې څو ساعته وروسته پر ټویټر لیکلي:

"زموږ د زړورو پوځیانو قربانۍ به ضایع نه ځي. ټول هندي ملت مو د قربانیانو له کورنیو سره اوږده په اوږه ولاړ دی. د زخمیانو بیړنۍ روغتیا ته هیله من یم".

په هندي کشمیر کې دا په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي. دا برید د هندي کشمیر په ګنډیپوره سیمه کې شوی، د دې سیمې یو اوسېدونکی قیصر میر وایي: "ما په خپل ټول ژوند کې داسې چاودنه نه ده اورېدلې".

جیش محمد ډله امریکې ترهګره ډلې ګرځولې ده، چې ویل کېږي مرکز یې د پاکستان په پنجاب ایالت کې دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي، که څه هم پاکستان پر دې ډله بندیز لګولی خو اوس هم په نورو نومونو چندې ټولوي.

په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د عادل احمد په نوم د ننني ځانمرګي برید د کولو دعوه کوي. عادل وایي یو کال وړاندې له جیش محمد ډلې سره ملګری شوی دی:

"داسې فکر مه کوئ چې ګواکې تاسې زموږ ځینې ملګري و وژل نو موږ ختم شو. موږ به تاسې ته په ډاروونکو خوبونو او خپسو بدلېږو".

د جیش محمد ډلې ویاند محمد حسن رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې دعوه کړې، چې په ننني ځانمرګي برید کې یې د هندي ځواکونو لسګونه موټر تباه دي.

په دې اړه نور معلومات وروسته......

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG