د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړو د سعودي عربد د وليعهد محمد بن سلمان ته په يو خط کې خواست کړی چې د سعودي عرب په زندانونو کې د خېبرپښتونخوا هغه خلک چې په کوچنیو تورونو کې بنديوان دي هغوي دې خوشي کړی شي.
د سعودي عرب وليعهد ته دا خط د خېبرپښتونخوا د بره دير ضلعې سره تعلق لرونکو د اسمبلۍ دوه غړو ليکلی دی.
د ډان ورځپاڼې د رپوټ ترمخه د پيپلز ګوند صاحب ثناالله او د جماعت اسلامي ګوند عنايت الله خان په خط کې ليکلي، چې د خېبرپښتونخوا د خلکو په استازيتوب دوي خواست کوي چې د سعودي عرب په بېلابيلو زندانونو کې د سيمې کوم خلک بنديوان دي هغوې دي خوشي کړي.
يادو استازو محمد بن سلمان ته دا خط په داسې حال کې ليکلی چې ټاکل شوې نوموړی سبا د خالي، شنبې په ورځ د پاکستان دوه ورځنی رسمي سفر کوي.
د وليعهد جوړېدو وروسته دا د محمد بن سلمان د پاکستان وړومبی سفر دی.
د خېبرپښتونخوا د بره دير استازو په خط کې سعودي وليعهد ته ليکلي چې د ۹/۱۱ نه وروسته په افغانستان کې د امریکا په جګړه کې د پاکستان خلک او په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ډويژن اوسېدونکي ډېر اغېزمن شوي دي.
خو د رپوټ ترمخه دا شمېره نه ده په ډاګه کړی شوې چې د خېبرپښتونخوا او ملاکنډ ډويژن څومره خلک د سعودي عرب په زندانونو کې بنديوان دي.
تېر کال د اکتوبر په مياشت کې په اسلام اباد کې د خېبرپښتونخوا او پنجاب سيمې د بېلابيلو علاقو خلکو چې خپل خپلوان يې په سعودي عرب کې بنديوان دي د خوشي کولو دپاره يوه احتجاجي مظاهره هم کړې وه.
په اسلام اباد کې دغه احتجاج په داسې حال کې شوی ؤ چې د سمندر پورې پاکستانیانو دپاره د سنېټ کمیټۍ ته ویل شوي ؤ چې په تېرو اتوو میاشتو کې ١۴٠٠٠٠ پاکستانیان د سعودي عرب نه هېواد ته ستانه کړی شوي دي.
د هېواد د سمندر پورې پاکستانيانو د وزارت د هغه وخت د شمېرو ترمخه په سعودي عربستان کې د ٢٠ لکو څخه زيات پاکستانيان د کار روزګار لپاره مېشت دي او د درېو زرو نه زيات پاکستاني وګړي د دغه هېواد په بيلا بيلو زندانونو کې قيد دي.