لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نريندرا مودي: پاکستان دې د هند د بربادۍ خوبونه پرېږدي


د هند وزيراعظم نريندرا مودي د پاکستان د نوم اخيستو پرته ويلي وايي، "که زمونږ ګاونډي هېواد (پاکستان) دا ګڼي چې کوم حرکتونه او سازشونه کوي د هغې نه به په هند کې بې ثباتي راشي نو دغه خوبونه دې د تل دپاره پرېږدي".

وزيراعظم مودي په هندي کشمير کې د هند په مليشه ځانمرګي برید ته په غبرګون کې دغه خبرې کړي دي.

په هندي کشمير کې د زيارت، پنجشنبې د ورځې په بريد کې د ۴۰ نه زيات هندي سرتيري وژل شوي او د بريد زمه واري جېش محمد نومې ډلې منلې وه.

يوې دستورې ته په وېنا کې د هند وزيراعظم ویلي، ترهګرو او د هغو مشرانو ته ويل غواړم چې ډېره غټه غلطي مو کړې ده غټ قيمت به يې ورکوئ.

هغه وويل زه هېواد ته باور ورکول غواړم د دې بريد په شا چې کوم قوتونه دي او په دې بريد کې چې څوک ککړ دي د دې سزا به ورته ورکړی شي.

مودي ويلي ګاونډي هېواد دې د هند د بربادۍ خوبونه پرېږدي ځکه چې هغه کله هم داسې نه شي کولی.

هغه ويلي "ګاونډي هېواد ته داسې ښکاري چې هغه به کومه داسې تباهي خوره کړي چې هند بد حاله کولی شي د هغه دا منصوبې به کله هم پوره نه شي".

مودي زياته کړې ګاونډي (پاکستان) يې د تباهۍ په لاره تللی او هند د پرمختګ په لاره تللی دی، او هند به د دغه ډول بريدونو خوله ماتی ځواب ورکړي.

د هند د خزانې وزير ارون جيټلي هم تور لګولی چې د هندي کشمير په بريد کې د پاکستان لاس دی او هند به د دې په بدل کې پاکستان په نړیواله کچه د يواځې کولو پوره هڅه کوي.

پاکستان په هندي کشمير کې په ترسره شوي بريد باندې اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي د هند رسنۍ او حکومت بې د پلټنو پاکستان د دغه بريد زمه وار ګرځوي خو پاکستان يې په کلکه رد کوي.

XS
SM
MD
LG