لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې کانګرس په یمن جګړه کې د امریکایي مرستو بندولو لپاره قرارداد منظور کړی


واشنګټن ــــ د امریکې کانګرس استازو ایوان د یمن په جنګ کې د سعودي عرب په مشرۍ کې جوړ ایتلاف لپاره د امریکې د پوځي مرستو بندولو په حق کې رایې ورکړې.

د ډیموکرېټ ګوند تر کنټرول لاندې کانګریس استازو ایوان د 177 په مقابله کې په 248 رایو سره دغه قرارداد منظور کړی. دا اول ځل دی چې د استازو ایوان د War Powers Act یعنې د جنګ کولو یا نه کولو د اختیار طاقت استعمال کړي. دغه بِل به اوس سېنټ ته وړاندې کیږي چې تېر کال یې هم د دې په رنګ د یو ګام منظوري ورکړې وه.

امریکا په یمن کې د ایران پلوه هوثي یاغیانو خلاف په جنګ کې د سعودي عرب په مشرۍ کې جوړ ایتلاف ته استخباراتي او لاجسټک مرستې ورکوي.

د یمن په جګړه کې د 2014م کال راهسې په زرګونو خلک وژل شوي او د نړۍ تر ټولو غریب دغه هیواد کې یې یو لوی بشري بحران پیدا کړی دی.

په یمن کې د هوثیانو خلاف د سعودي عرب په مشرۍ کې جوړ ایتلاف سکولونه او هسپتالونه تباه کړي او پوره سیمې یې د ځمکې د مخ نه ختمې کړې دي.

په کانګریس کې د ډیموکرېټ او ریپبلیکن دواړه ګوندونو غړي په یمن کې نه صرف په شوي قتل عام باندې غصه دي بلکې په استنبول کې په سعودي قونصلګرۍ کې د خبریال جمال خاشقجي په وژنه باندې د صدر ډانلډ ټرمپ په معمولي ردعمل باندې هم ډېر غصه دي.

د استازو په ایوان کې د کیليفورنیا ریاست نه د ډیموکریټ ګوند غړې روخانه وايي:

"سعودي عرب ته یو واضحه پېغام لېږلو لپاره دا د کانګریس سره موقع ده چې د خاشقجي په اړه د سعودي عرب رویه او بشري حقونو ته د دوی په سپکه سترګه کتل د امریکې د تګلارې او اقدارو سره سمون نه خوري".

د کیليفورنیا نه د کانګریس استازو ایوان غړې باربرا لي د یمن په جنګ کې د امریکې ککړتیا د شرم نه ډکه بللې او ویلي د دې له کبله د یمن په بشري بحران پیدا کېدو کې مرسته شوې.

په ویتنام کې د امریکې تر لاسوهنې وروسته کانګریس په 1973م کال کې د War Powers Act په نوم قانون منظور کړی وو. دغه قانون کانګریس ته دا اختیار ورکوي چې د نا اعلانه جنګ نه امریکایي ځواکونه را وباسي.

د امریکې وایټ هاوس ویلي، په یمن کې سعودي ایتلاف ته امریکایي مرستې د وار پاورز ایکټ لاندې نه راځي ځکه چې د امریکې ځواکونه د یمن په جنګ کې نېغ په نېغه برخه نه اخلي.

که چېرې د یمن په اړه د کانګریس دغه قرارداد په سینټ کې هم منظور شو نو وایټ هاوس د دې د ویټو یا رد کولو دړکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG