لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان حکومت او اپوزیشن په ګوادر کې د سعودي پر سرمایه کارۍ اندېښمن دي


واشنګټن ــــ د بلوچستان حکومت او اپوزیشن ګوندونو د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې د له سعودي عرب سره د سرمایه کارۍ د شویو تړونونو په اړه دې بلوچستان په اعتماد کې واخلي.

د اپوزیشن بلوچستان نېشنل ګوند غړي ثناء الله بلوڅ د جمعې په ورځ د اسمبلۍ روانې غونډې ته "د پاملرنې خبرداری" وړاندې کړ.

ثناء بلوڅ پخپلو خبرو کې یې وویل، مرکزي حکومت چې په ساحلي ښار ګوادر او پسني کې د تېلو د پاکولو کومه کارخانه پرانیزي، له 35 تر 40 زره ایکړه مځکه په کومو شرایطو ورکوي، د صوبې د روزګار او د چاپېریال ژغورنې لپاره کوم پلان لري:

"د سعودي شهزاده د سفر تر ټولو مهم مرام دلته 12 منصوبې لاسلیکول دي، چې له بلوچستان سره تړلې دي، یوه د 10 اربو (پاک سعودي آیل ریفاینري) د تېلو پاکولو منصوبه ده، دویم دا چې زما په خیال هغوی د بلوچستان په معدنیاتو کې دلچسپي لري".

په اسمبلۍ کې د ګوادر ضلعې غړي حمل کلمتي وویل، تر اوسه د ګوادر په هکله درې لوی پلانونه ترتیب شوي دي خو وایي دوی ورڅخه خبر نه دي. کلمتي وایي په ګوادر کې د سخت امنیت له امله د خلکو ژوند له عذابه ډک شوی دی:

"زه د ګوادر د استازي په توګه وایم چې دا منصوبه موږ ته په عذاب بدله شوې ده، عامو خلکو ته یې د یوې ټکې ګټه نه ده رسېدلې بلکې تاوان یې ور رسولی دی، زموږ ماهي نیوونکو خپل سمندر له لاسه ورکړ، هر څه چې جوړېږي د ګوادر له خلکو پوښتنه نه کېږي او نه هغوی په اعتماد کې اخیستل کېږي".

د بلوچستان په اتحادي حکومت کې شامل د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر او د اسمبلي غړي اصغر خان اڅکزي وویل، تېر مرکزي حکومت د سیپېک د غربي لارې پر نامه د بلوچستان خلک تېرایستل. اصغر اڅکزی وایي د بلوچستان پر وسایلو باید مرکزي حکومت ته غوڅ جواب ورکړل شي:

"مرکزي حکومت ته باید کرښه و ایستل شي چې موږ به هیچاته د بلوچستان پر ګټو هیچاته د سودابازۍ اجازه ور نه کړو او که موږ په دغو معاملو کې په اعتماد کې نه اخیستل کېږو نو بیا د خدای په امان".

د اپوزیشن پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړي نصرالله زېري وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې په ګوادر کې د سعودي د سرمایه کارۍ په برخه کې دې د بلوچستان اسمبلۍ او حکومت په اعتماد کې واخیستل شي.

د اسمبلۍ ټولو غړو په ګوادر کې د سعودي عرب د سرمایه کارۍ په اړه "د پاملرنې پر خبرداري" تر بحث وروسته په ګډه قرارداد منظور کړ او له مرکزي حکومته یې غوښتنه وکړه چې د بلوچستان حکومت ته دې په دې برخه کې بشپړ باور ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG