لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب د ولي عهد د پاکستان سفر يوه ورځ وروسته شوی


د سعودي عرب د ولي عهد محمد بن سلمان د پاکستان سفر چې نن د خالي، شنبې په ورځ ټاکل شوی ؤ يوه ورځ وروسته کړی شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي د سعودي عرب د ولي عهد د پاکستان د سفر په پرګروام کې بدلون نه دی شوی، هغه به د اتوار، يکشنبې په ورځ پاکستان ته رسيږي.

د سرکاري خبري ادارې ترمخه محمد بن سلمان د وزيراعظم عمران خان په بلنه د پاکستان سفر کوي، او هغه به په خپل سفر کې د صدر، وزيراعظم او د پوځ د مشر سره ويني.

ويل شوي د ولي عهد سلمان د پاکستان په سفر کې به د سعودي عرب لخوا د پاکستان سره په بېلابيلو برخو کې تړونونه او يادداشتي لاسليکونه وشي.

په سرکاري خبر کې ويل شوي د سعودي عرب د ولي عهد د راتګ په مهال په راولپنډۍ او اسلام اباد کې د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي دي.

یو لوړ رتبه پاکستاني چارواکي وي او ای ته ویلي د پاکستان د سفر په مهال به سعودي ولي عهد په دغه هېواد کې د ٢٠ ارب ډالرو د سرمایه کارۍ اعلان کوي.

پاکستان ته د محمد بن سلمان د ټاکل شوي سفر په اړه د اسلام آباد نه د وي او ای خبریال ایاز گل په خپل رپورټ کې ويلي په پاکستان کې د سعودي عرب سرمایه کارۍ به د وزیراعظم عمران خان د حکومت دپاره لویه مرسته وي ځکه چې حکومت یې دا وخت د سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دی او خارجي مالي امداد ته اړتیا لري.

په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل پاکستان دپاره چې په وروستيو کې سعودي عرب د درې اربه ډالرو مرستو اعلان کړی ؤ، د راپورونو ترمخه دغه پېسې د پاکستان سټېټ بېنک ته منتقل کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG