لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل ووټل: امریکا د افغانستان نه ۱۰۰۰ پوځي سرتيري ويستلی شي


د امریکې د مرکزي کمانډ مشر جنرل جوزف ووټل ويلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوی مشر د سرتېرو شمېره کمولی شي.

روانه مياشت صدر ډانلډ ټرمپ کانګرس ته ويلي ؤ چې د طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ شوی او هغه اراده لري چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېره کمه کړي.

جنرل ووټل ويلي دا وخت په افغانستان کې ۱۴ زره امریکايي سرتيري دي او په شمېره کې يې د کمولو تعلق د امن د هڅو سره نه دی بلکې دا په افغانستان کې د امریکايي پوځي مشر سکاټ ملر د هڅو برخه ده چا چې د کال ۲۰۱۷م د ستمبر په مياشت کې په افغانستان کې د امريکايي ځواک مشري سمبال کړې ده.

نوموړي په عمان کې په يوه مرکه کې ويلي چې د پوځ په شمېره کې د کمي کولو پېل هغه د خپلې څوکۍ سمبالولو وروسته کړی دی او هغه غواړي چې په ځمکه خپل عمليات پياوړي کړي.

دا نه ده مالومه چې تراوسه پورې امريکې خپل څومره پوځ کم کړی دی خو پېنټاګون وايي دا وخت په افغانستان کې ۱۴ سرتيري لري او په دې کې کمی زياتوالی کېدی شي.

د وي او ای اردو څانګې د خبر ترمخه سفارتي سرچينې ګڼي چې د فعاليت د ښه کولو دا هڅه په افغانستان کې د امریکايي پوځ شمېره کموي په کوم څه چې د کابل حکومت اعتراض هم لري.

د جوزف ووټل نه پوښتنه شوې چې جنرل ملر د خپل فعاليت ښه کولو په لړ کې به په افغانستان کې (۱۰۰۰) سرتيري کم کړي هغه ويلي احتمال لري چې داسې وکړي.

هغه دا هم ويلي چې د افغانستان نه ځینې سرتيري بل ځای ته منتقل کړی شي.

د ملر وياند کرنل ډيوبلر په راتلونکې کې د پوځ د شمېرې په اړوند د څه ويلو نه ډډه کړې خو ويلي يې دي چې ملر ته په افغانستان کې د سرتيرو زياتولو ضرورت پيښيږي ورته به ورکولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG