لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اروپايي ټولنې ولسمشر غني ته دسولې پروسه کې دمرستې باور ورکړی


اروپايي ټولنې دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ته باور ورکړی چې افغانستان کې دسولې د روانو هڅو کلک ملاتړ کوي اؤ ددې ترڅنګ به ددغو هڅو بریالیتوب ته رسولو کې هم کمک کوي.

دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دمیونخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو له ځانګړې استازې میرمن فدریکا موګریني سره تره ورځ ناوخته دملاقات پرمهال دکابل پروسې دناستې ،دسولې مشورتي لویې جرګې او پریو شمیر نورو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې

دارګ په بیان کې راغلي داروپايي ټولنې ځانګړې استازې محمد اشرف غني سره دلیدنې پرمهال دافغانستان دسولې له پروسې ملاتړ وکړ.

دافغان چارواکو په وینا میرمن فدریکا موګریني ویلي اروپايي ټولنه چمتوده چې دسولې پروسې توافق نامې دپلي کیدو په چارو کې هرډول مرسته وکړي.

دبیان ترمخه ولسمشر غني داروپايي ټولنې لخوا له افغانستان سره دهمکاریو د رول له ترسره کولو مننه وکړه او وې ویل چې دسیمې دسولې په ټینګښت کې داروپايی ټولنې رول اغیزناک او مهم دی.

همداراز تیره ورځ ناوخته دمیونیغ دکلنی امنیتي کنفرانس په څنډه کې ولسمشر محمد اشرف غني دمتحده عربي اماراتو د دولت له وزیر ډاکترانور محمد قرقاش سره هم دافغانستان پریو شمیر مهمو مسایلو له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې او دافغان سولې په پروسې بحث او خبرې کړي دي.

دارګ په بیان کې راغلي دمتحده عربي امارتو د دولت وزیر ویلي چې هیواد به یې دافغان حکومت په مشرۍ او مالکیت دسولې پروسې په برخه کې هرډول مرسته وکړي

افغان چارواکو په دې بیان کې ویلي محمد اشرف غني دمتحده عربي ماراتو له وزیر سره دناستې پرمهال ویلي چې متحده عربي امارت دافغان سولې په پروسه کې مثبت رول ترسره کړی او دهغه هیواد له همکاریو څخه یې مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG