لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا په شکاګو کې دکمپنۍ په ملازمانو ډزو کې شپږ کسان وژل شوي


دامریکا د الینوائی ریاست په شکاګو ښار کې دیوې کمپنۍ ملازم د نوکرۍ نه د ویستل کیدو په ټس کې دکمپنۍ په نورو ملازمانو ډزې کړې چې پکې شپږ کسان وژل شوي اؤ پینځه پولیس ژوبل شوي دي.

دپولیسو په ځوابي ډزو کې برید کوونکی تن وژل شوی اؤ پولیس وایي چې اوس د هغه پخوانی ریکارډ لټوي چې چرته په جرمونو کې خو ککړ نه دی پاتې شوی؟

د نړیوالې خبري شبکې له مخې د ګیري مارټن په نوم یو تن په شکاکو کې په یوه کمپنۍ کې دنده ترسره کوله خو هغه ته دنوکرۍ څخه د ویستل کیدلو نوټس ورکړل شوی ؤ.

د راپور له مخې دنوټس ورکړل کیدلو سره سم مارټن ګیري دکمپنۍ په نورو ملازمانو ناتاره ډزې کړي اؤ شپږ ملازمان یې وژلي دي.

پولیس وایي چې کله ددغه پېښې سره سم پولیس دپېښې ځائ ته ورسیدل نو مارټن په پولیسو هم ډزې کړي چې پکې پینځه پولیس ژوبل شوي اؤ په ځوابي ډزو کې دغه تن هم وژل شوی دی.

پولیس دا هم وایي چې ګیري مارټن د تیرو پینځلسو کالو راهسې په دغه کمپنۍ کې کار کولو اؤ اوس په پلټنو کې ددې خبرې دمعلومولو کوشش کیږی چې هغه پخپلو ملګرو ولې ډزې کړی ډي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG