لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روئټرز:سعودي ولي عهد به اسلام اباد کې طالب مشرانو سره هم لیدنه کوي


نړیوالې خبري شبکې روئټرز ویلي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان به سبا(یکشنبه)پاکستان ته دخپل سفر په مهال اسلام اباد کې طالب مشرانو سره هم لیدنه کوي‌.

ټاکل شوې ده چې دسعودي ولي عهد سبا په داسې حال کې دپاکستان دوه ورځنی سفر کوي چې طالبانو اعلان کړی هغوئ به هم په ۱۸مه فرورۍ(ووشنبه) په اسلام اباد کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره افغانستان کې دسولې د روانو هڅو په اړوند لیدنې کوي.

روئټرز دپاکستان د یوې حکومتي سرچینې له خولې ویلي د سعودي ولي عهد اؤ طالبانو ترمینځ اسلام اباد کې د دلیدنې موضوع ډيره پټه ساتل شوې ده خو داسې شواهد شته چې ښایي دسعودي شهزاده به اسلام اباد کې دطالبانو استازو سره هم وګوري.

د پاکستان یا سعودي عرب حکومت لا تر دې مهاله په دې اړوند څه نه دي ویلي چې اسلام اباد کې به دطالبانو اؤ دسعودي ولي عهد محمد بن سلمان ترمینځ لیدنه کیږي که نا.

په دې وروستیو کې چې د افغان کشالې دهواري هڅو زور نیولی طالبان د سعودي عرب څخه مرور دي اؤ دریځ یې خپل کړی چې سعودي د امریکا په فشار په طالبانو زور راوړي چې باید افغان دولت سره نیغ په نیغه خبرې وکړي خو طالبان وایي چې دافغان دولت سره ترهغې خبرې نه کوي ترڅو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي.

تیره میاشت طالبانو په ریاض کې دافغان سولې په اړه ټاکل شوې غونډه کې له ګډون څخه هم انکار کړی ؤ اؤ دغه غونډه یې قطر ته وړې وه.

روئټرز خبري اژانس وایي په قطر کې ورته د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې د سعودي ولي عهد سره اسلام اباد کې لیدنه د دوئ په پلان کې نشته خو چې کله طالب مشران پاکستان ته ورسیږي نو په دغه اړوند به خبرې وکړي.

Recommended

XS
SM
MD
LG