لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان دولت پاکستان ته دطالبانو دسفر په ضد ملګرو ملتونو ته شکایت وکړو


دافغانستان حکومت پاکستان ته دطالبانو داحتمالي سفر په ضد ملګرو ملتونو ته شکایت کړی اؤ ویلي یې دي چې اسلام اباد کې دپاکستاني چارواکو اؤ طالب مشرانو لیدنه به دپاکستان لخوا دطالبانو په رسمیت دپیژندلو په معنا عمل وي.

طالبانو تیره اوونۍ اعلان کړی ؤ چې په اتلسم فبروري (سبا)به اسلام اباد کې د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره لیدنې کوي.

برتانوي خبري اژانس بي بي سي ویلي اسلام اباد ته دطالبانو ددې احتمالي سفر په ضد ملګرو ملتونو کې دافغانستان دائمي استازي دملګرو ملتونو دامنیت شورا دبندیزونو کمیټې ته یو رسمي شکایت لیږلی اؤ ویلي یې دي چې اسلام اباد ته دطالبانو ددې سفر په اړوند دافغانستان حکومت سره هیڅ صلاح مشوره نه ده شوې.

بي بي سي وایي ملګرو ملتونو ته دافغان دولت لخوا د استول شوي شکایت متن یې ترلاسه کړی اؤ په دغه متن کې ویل شوي چې پاکستان ته تلونکو طالبانو کې نهه هغه طالب مشران هم شامل دي چې نومونه یې دملګرو ملتونو دبندیزونو په نوملړ کې پراته دي.

افغان حکومت دملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې ده چې دخپلو ټاکلو اصولو له مخې پاکستان ته دطالبانو دسفر په معامله کې اړین ګامونه واخلي.

ددې ترڅنګ یې په پاکستان هم غږ کړی چې دترهګرو ډلو په ضد باید پریکنده عمل وکړي.

دپاکستان حکومت لا دافغان دولت په دغه شکایت خپل غبرګون نه دی ښودلی ، خو دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اوړمه ورځ په میونخ کې ویلي وؤ چې پاکستان دافغان سولې لړ کې کوم کردار ادا کوي ټوله نړۍ دهغې ستائنه کوي.

په دې وروستیو کې چې امریکا دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې هڅې پیل کړي،طالبان پرله پسې دافغان دولت سره خبرو ته له کښېناستلو انکار کوي اؤ دریځ‌ یې خپل کړی چې افغان دولت دفیصلو واک نه لري ځکه نو هغوئ نیغ په نیغه امریکا سره خبرې کوي.

دټولنیزو رسنیو فعالانو هم اسلام اباد ته دطالبانو سفر ته بیلابیل غبرګونونه ښکاره کړي اؤ که چا دا دافغانستان کورنیو چارو کې دپاکستان مداخله ګرځولې نو ګڼ شمیر فعالین اندوېنه کړې چې دامریکا دفشار په نتیجه کې به اسلام اباد دې ته اړ شي چې طالبان افغان دولت سره په سوله مجبوره کړي.

په عین حال کې د شنبې په ورځ نړیوال خبري اژانس روئټرز دسرچینو له خولې دعوه کړې ده چې دطالبانو استازي به اسلام اباد کې دسعودي د ولي عهد شزاده محمد بن سلمان سره هم لیدنه کوي خو سعودي چارواکو ددې دعوې پخلی نه دی کړی.

سعودي عرب هم تر دې وړاندې له طالبانو غوښتنی وؤ چې افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښیني چې په دې طالبان د سعودي نه هم خواه بدي دي اؤ تیره میاشت یې ریاض کې دافغان سولې په اړه جوړیدونکې غونډه کې له ګډون انکار کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG