لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په پنجګور ضلع کې د ملېشې څلور سرتيري وژل شوي


د بلوچستان صوبې په پنجګور ضلع کې په يو وسله وال برید کې د ملېشې ځواک څلور سرتيري وژل شوي دي، دا پېښه د اتوار، يکشنبې په ورځ ناوخته رامنځته شوې ده.

د راپورونو ترمخه نالومه وسله والو د پنجګور په لرې پرته سيمه کې د ملېشې په چيک پوستو برید کړی او بريدګر د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي.

په سمدستي ډول د بريد زمه واری چا نه ده قبوله کړې.

د خالي، شنبې په ورځ هم د بلوچستان په لورلايي ضلع کې په يو وسله وال بريد کې د ملېشې دوه سرتيري وژل شوي وو.

د بلوچستان پنجګور ضلع چې د اتوار په ورځ کې د ملېشې څلور سرتيري وژل شوي د ايران سره پوله لري.

تېره اوونۍ د ايران په سېستان بلوچستان ايالت کې د ايران د انقلابي ځوانانو په بس ځانمرګي کې ۲۷ ځوانان وژل شوي وو.

جېش العدل نومې ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه.

ايران د پاکستان نه غوښتي چې په ياده پېښه کې د ککړو کسانو پرضد عمليات وکړی او ايران ګواښ کړی که پاکستان دا عمليات نه کوي ايران به يې په خپله وکړي.

په بلوچستان کې د ملېشې سرتیري په داسې مهال وژل شوي چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاکستان په سفر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG