لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي عرب ۲۱۰۷ پاکستاني بنديوان خوشي کوي


د سعودي عرب ولي عهد د پاکستان د وزیراعظم خواست منلی او په سعودي عرب کې د بنديوان ۲۰۱۷ پاکستانيانو د خوشي کولو امر یې کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري په ټويټر ويلي، د پاکستان د وزيراعظم په خواست ولي عهد محمد بن سلمان د سعودي عرب په زندانونو کې د بنديوانو ۲۱۰۷ پاکستانيانو په سمدستي ډول د خوشي کولو امر کړی دی.

د سعودی عرب ولي عهد پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د پاکستان په سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان تېره ورځ د سعودي عرب د ولي عهد په وړاندې خواست کړی چې په سعودي عرب کې دوه نيم ملينه پاکستان خوارۍ مزدورۍ کوي او په دوي کې درې زره د سعودي عرب په زندانونو کې بندي دي.

د پاکستان د بهرنيوچارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي سعودي عرب به په پاکستان کې د ۲۰ اربه ډالرو پانګونې کوي.

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير عادل الجبېر سره په خبرو کې هغه وويل سعودي عرب د پاکستان سره د پانګونو په لړ کې اووه يادداشتونه لاسليک کړه او په نورو برخو کې به هم زر لاسليکونه وشي.

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير ویلي سعودي عرب به په ګوادر کې د لس اربه ډالرو په لګښت د تېلو پاکولو شرکت جوړوي.

XS
SM
MD
LG