لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزير په ايران د ترهګرۍ سخت تورونه لګولي


د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير عادل الجبېر په ايران تورونه لګولي چې ايران په نورو هېوادونو کې ترهګرۍ ته وده ورکوي په لبنان کې يې حزب االله او په يمن کې يې حوثيان جوړ کړي.

الجبېر د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره په ګډه خبريالانو سره خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزیر نه په ايران کې د ايران په انقلابي ځواک د بريد په اړوند پوښتنه شوې چې تهران د دغه بريد تور په پاکستان لګولی دی.

شاه محمود قرېشي ویلي پاکستان د ايران په پېښه اندېښمن دی او پاکستان د دغه ډول پېښو غندنه کوي.

هغه ويلي ايران د پاکستان ګاونډي دی او پاکستان ايران ته مسلې جوړول نه غواړي خپلواکۍ ته يې احترام لري.

هغه زياته کړې که د ايران سره د ياد بريد په اړوند کوم شواهد وي د پاکستان سره دې شریک کړي ملاتړ به ورسره وکړی شي.

د تېرې چارشنبې، شورو په ورځ د پاکستان پولې ته څېرمه د ایران په سېستان بلوچستان صوبه کې د ایراني سرحدي پوځیانو پر یوه کاروان ځانمرګی برید شوی وو، او ۲۷ پوځیان پکې وژل شوي وو او ذمه واري یې جیش العدل وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې وه.

د بريد وروسته د ایران د سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا د خبر له مخې، د پاسدارانِ انقلاب مشر مېجر جنرل محمد علي جعفري ویلي، که پاکستان خپلې ذمه وارۍ پوره نه کړي، نو ایران حق لري چې پر خپله پوله موجودونو خطرونو ته جواب ووایي.

د شاه محمود قرېشي سره د خبرو په مهال د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزیر رسنيو سره په خبرو کې وويل د هغه دپاره دا حېرانوونکې خبره ده چې ايران په نورو د ترهګرۍ تورونه لګوي او په خپله په نورو هېوادونو کې ترهګرۍ ته وده ورکوي.

هغه تور ولګوؤ چې ايران په جنوبي امريکا، يورپ او سعودي کې ترهګر بريدونه کړي او په نورو هېوادونو کې ترهګرو ته وسلې ورکوي.

هغه وويل په ۱۹۷۹م کې د انقلاب وروسته ايران ترهګرۍ ته وده ورکوي په لبنان کې يې حزب الله او په يمن کې يې حوثيان ترهګر جوړ کړي دي.

د سعودي عرب وزیر وويل ايران د ترهګرو په ګډون د القاعده د مشر زوي ته هم پناه ورکړې ده.

تېره اوونۍ په هندي کشمير کې په هندي ځواکونو د بريد تور هم په پاکستان لګول شوی ؤ، پاکستان دغه تور هم رد کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG