لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د پلوامه د بريد په اړوند د هند نه ثبوت غوښتی


د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي که د هند سره د پلوامه په بريد کې د پاکستانيانو د ککړتيا ثبوت وي اسلام اباد ته دې ورکړي پرضد به يې عملیات وکړي.

عمران خان وايي هند دې د پلوامه د بريد په اړوند ازادې پلټنې وکړي، د هند د تور په اړوند هغه وويل بې د کوم ثبوته په پاکستان د برید تور ولګول شو او دا سوچ ونه کړی شو چې په دې کې د پاکستان څه ګټه ده.

تېره اوونۍ د هندي کشمير په پلوامه ضلع کې د هندي ځواکونو په يو کاروان ځانمرګی بريد شوی او د ۴۰ نه زيات هندي سرتيري پکې وژل شوي وو.

د دغه بريد زمه واری جېش العدل نومې ډلې منلې وه او هند يې تور په پاکستان لګولی ؤ.

عمران خان نن د نهې، سه شنبې په ورځ د هند تورونو ته په رسمي غبرګون کې وويل که د هند سره د عملياتو کوم مالومات وي نو د پاکستان سره دې شريک کړي.

خو عمران خان ورسره دا خبرداری هم ورکړو که هند په پاکستان بريد کوي نو هغې ته به سمدست ځواب ويلی شي، هغه وويل جګړه پېل کول اسان دي خو ختمول يې بيا د يو سړي کار نه وي.

هغه زیاته کړه د هند مشرتابه بې د کوم ثبوته په پاکستان تور ولګوؤ او زياته يې کړه د پلوامه د بريد وروسته هند له سوچ پکار ؤ چې د کشمير ځوانان د مرګ څخه ولې نه ويريږي.

هغه وويل د کشمیر مسله بايد د خبرو د لارې هواره شي.

په پلوامه کې په هندي ځواکونو د بريد وروسته د هند وزيراعظم نريندرا مودي د پاکستان پر ضد سخت بيان ورکړی او ويلي يې ؤ،

"ګاونډي هېواد ته داسې ښکاري چې هغه به کومه داسې تباهي خوره کړي چې هند بد حاله کولی شي خو د هغه دا منصوبې به کله هم پوره نه شي".

مودي زياته کړې وه پاکستان د تباهۍ په لاره تللی او هند د پرمختګ په لاره تللی دی، او هند به د دغه ډول بريدونو خوله ماتی ځواب ورکړي.

د امريکې سپينې ماڼۍ هم د ياد بريد غندنه کړې وه او په پاکستان يې غږ کړی ؤ چې په سمدستي ډول دې په خپله خاوره د ترهګرو ملاتړ پرېږدي د چا يواځينی هدف چې اړی ګړی جوړول، تشدد او په سیمه کې ترهګري کول دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG