سعودي عرب د پاکستانيانو دپاره ويزې ارزانې کړي دي، د راپورونو ترمخه سعودي عرب دا پرېکړه د ولي عهد محمد بن سلمان د پاکستان د سفر نه وړاندې کړې وه.
په اسلام اباد کې د سعودي عرب د سفارت خانې ترمخه د پاکستانيانو دپاره د سېلګرۍ د ويزې نرخ کم کړی شوی دی.
ويل شوي د يو ځل تګ دپاره د ويزې نرخ د دوه زره سعودي ريالونو څخه ۳۳۸ ریالونو ته راکم کړی شوی دی.
کوم چې د امریکايي ډالرو په حساب د ۵۳۳ ډالرو څخه ۹۰ ډالرو ته راکم کړی شوی دی.
دغه رنګ ويل شوي د څو ځله تګ دپاره (ملټي پل انټري) ويزې نرخ د ۳۰۰۰ سعودي ریالونو څخه ۶۷۵ ته راکم کړی شوی او د امریکايي ډالرو په حساب راکم کړی شوی نرخ ۱۸۰ ډالره جوړيږي.
د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان د اتوار، يکشنبې په ورځ په دوه ورځني سفر پاکستان ته ورغلی ؤ.
هغه په خپل سفر کې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان، صدر عارف علوي او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ليدلي وو.
د نوموړي د سفر په مهال ویل شوي د پاکستان سره د ۲۱ اربه ډالرو په پانګونو يادداشتي لاسليکونه شوي دي.