د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) د سيند اسمبلۍ سپيکر اغا سراج دراني نيولی دی په هغه تور دی چې د امدن نه سېوا شتمنۍ يې جوړې کړي دي.
اغا سراج دراني د پاکستان پيپلز ګوند سره تعلق لري.
نېب د دراني د نیولو په اړوند جاري کړي بيان کې ويلي، د قامي ادارې د کراچۍ څانګې د پېنډۍ او مرکزي استخباراتي څانګې په مرسته اغا سراج دراني نيولی دی.
نېب ويلي په سراج دراني د امدن څخه د زياتو شتمنيو تور دی.
د سيند صوبې د وزيراعلی مشاور مرتضی وهاب د دراني د نيولو په غبرګون کې په نېب نيوکې کړي دي.
هغه ويلي په داسې کېدو افسوس کوي او دا يې د پاکستان په تاريخ کې لومړۍ پېښه بللې چې د اسمبلۍد سپيکر په چوکۍ ناست تن نيول کيږي.
وهاب ويلي سياسي خلک هر وخت د پلټنو دپاره حاضر وي خو په پاکستان کې د پيپلز ګوند دپاره بيل او د حکومتي واکمنه ګوند تحريک انصاف دپاره بیل قانون ولې دی؟.
د روانې مياشتې په سر کې د پنجاب صوبې د تحریک انصاف ګوند د حکومت مشر وزير عليم خان هم نېب د امدن نه د زیاتو شتمنيو او د ملک نه بهر شرکتونو په تور نیولی ؤ.
د پنجاب صوبې د تحریک انصاف ګوند د مشر وزیر نه د نېب چارواکو نزدې دوه ساعته پوښتنې کړې او له هغې وروسته يې نيولی ؤ.