لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې په تشدد د وژل شوې یوولس کلنې ماشومې مړی موندل شوی


واشنګټن ـــــ د بلوچستان په لرې پرته ضلع نصیر اباد کې د یوې یوولس کلنې ماشومې مړی موندل شوی چې پر بدن یې د تشدد نخښې دي او پولیس په دې اړه پلټنې کوي چې آیا هغه د جنسي تشدد په نتیجه کې وژل شوې که کومه بله پېښه ده.

د نصیراباد د پولیسو یو مشر ایاز احمد بلوڅ رسنیو ته ویلي، چې دغه ماشومه امینه بي بي نومېږي چې وایي مړی یې ډېره الله سیمې ته نیژدې په ګوټ غلام رسول نومي ځای کې د یوه جوړېدونکي سکول له پاخانې (تشناب) څخه تر لاسه کړی دی.

د وژل شوې ماشومې کورنۍ پولیسو ته ویلي چې هغه شپږ ورځې وړاندې له کوره تللې وه او په پټیو کې یې کار کاوه، خو ناببره ورکه شوه او دوی پولیسو ته د خبر ورکولو پر ځای پخپله په هغې پسې پلټنه پیل کړه.

پولیس وايي د ماشومې مړی یې د نصیراباد ضلعي روغتون ته وړی دی، د هغې د بدن نمونې یې اخیستې دي او تر طبي ازموینې وروسته به څرګنده شي چې آیا پر هغې جنسي تېری شوی دی که یې د وژنې علت بل څه دی.

پولیس مشر ایاز احمد بلوڅ وایي، د وژل شوې ماشومې د ناڅرګندو قاتلینو په ضد یې مقدمه درج کړې او د هغوی د نیولو لپاره یې د پولیسو یوه کمېټۍ جوړه کړې ده، خو تر اوسه یې د پېښې په تړاو د چا د نیولو خبر نه دی ورکړی.

پولیس وایي د وژل شوې ماشومې پر بدن د تشدد نخښې دي او سر یې هم له تنه بېل کړل شوی دی چې وایي تر طبي ازموینې وروسته به په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو په موندلو کې ورته اساني شي، چې ژر به یې ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې غیرسرکاري اداره عورت فاونډېشن وایي، له 2009م تر 2018م کال پورې په بلوچستان کې 950 ښځې له جنسي تشدد سره مخ شوې دي. وایي دا هغه پېښې دي چې رپوټ شوې دي او اصلي شمېر کېدای شي تر دې څو چنده زیات وي.

د عورت فاونډېشن د رپوټ له مخې په 2018م کال کې په بلوچستان کې پر ښځو د تشدد 138 پېښې رپوټ شوې دي.

بلوچستان اسمبلۍ په 2014م کال کې پر ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره قانون منظور کړی دی، خو د ښځو د حقونو فعالان وایي چې پر دې قانون په صوبه خصوصاً په لرې پرتو سیمو کې هیڅ عمل نه کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG