لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمد بن سلمان: سعودي عربستان له هند سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې مرسته کوي


د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په نوي ډلي کې وویل، د ترهګرۍ په اړه ټول اندېښنه لري او هېواد به یې له هند سره د ترهګرۍ او توند لاریتوب په وړاندې جګړه کې مرسته وکړي.

محمد بن سلمان له نوي ډلي څخه د خپلې لیدنې پرمهال د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، په هندوستان کې د ۱۰۰ بیلینو ډالرو پانګونې موقع شته ده.

هند ته د محمد بن سلمان سفر په داسې حال کې شوی چې په کشمیر کې د ۴۰ هندي سرتیرو د وژل کېدو راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې خرابې شوې دي.

له هندي چارواکو سره د ولیعهد محمد بن سلمان سفر، پاکستان ته د هغه له سفر څخه دوه ورځې وروسته ترسره شوی.

نوموړي په هندي سرتیرو باندې له ترسره شوي برید څخه یادونه نه ده کړې خو د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یې د یوې ګډې خبري غونډې پر وخت وویل:

"مونږ یو ځل بیا ژمنه کوو چې مونږ د استخباراتي معلوماتو د شریکو په برخه کې مرستې ته چمتو یو او په سیاسي ډګر کې هغو کارونو ته چې په ترڅ کې یې د ترهګرۍ په وړاندې هڅې تظیم شي. "

په کشمیر کې د وروستي خونړي برید په تړاو ښاغلي مودي وویل، دواړو هېوادونو موافقه وکړه:

"دا ډېره مهمه ده چې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ کونکو هېوادونو پرضد له هر لوري هر ډول ممکنه فشار زیات کړای شي. "

ښاغلي مودي وړاندې وویل، د ترهګرۍ د سرچینو له منځه وړل او ترهګرو او ملاتړو ته یې سزا ورکول ضروري دي.

نوی ډلي په پاکستان تور لګوي چې ترهګرو ډلو ته یې پټنځایونه ورکړي له کومو چې ترهګر په هندوستان باندې بریدونه کوي.

مودي، محمد بن سلمان ته تود هرکلی وکړ او د پروتوکول پر خلاف هغه په خپله د نهې یا سې شنبې په ورځ د هغه ښه راغلاست ته هوايي ډګر ته ولاړ.

له ولیعهد محمد بن سلمان څخه په پاکستان هم تود هرکلی وشو چېرې چې هغه د ۲۰ بیلیونو ډالرو په ارزښت د پانګونې ژمنه وکړه.

مودي وویل، هند او سعودي عربستان په دې موافقه وکړه چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړې، سمندري او سایبر سکیورټي په برخو کې به له یو او بله سره مرسته کوي.

د سعودي ولیعهد محمد سلمان چې نوي ډلي ته له یو ستر سوداګریز پلاوي سره تللی وو دا هم وویل چې ریاض په هند کې د ۲۰۱۶ کال راهیسې ۴۴ بیلینه ډالره پانګونه کړې ده.

هغه دا هم وویل، چې په هند کې د انرژۍ، کرنې او ټکنالوژۍ په برخو کې د سلو بیلینو ډالرو پانګونې موقع شته دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ تېر کال د سوداګرۍ کچه ۲۷ بیلینو ډالرو ته رسېدله.

سعودي عربستان هند ته د تېلو ستر صادرونکی هېواد دی او هند د خپلو اومه تېلو یو له پنځمې برخې څخه له سعودي څخه واردوي.

دواړو هېوادونو د سیلګرۍ، کور جوړونې او مخابراتو په برخو کې پنځه تړونونه هم لاسلیک کړل.

ولیعهد محمد سلمان دا هم وویل، چې هند ته د هغه له دې سفر سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پېړیو راهیسې زړې اړیکې چې د هغه په وینا د هغوی په ډي ان اې کې نغښتي دي، لا ځواکمنې شي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۶ کال کې ریاض ته د مودي د سفر راوروسته اړیکې ښې شوې دي.

د جمال خاشقجي د وژل کېدو له پېښې وروسته دا د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان لومړنی بهرنی سفر دی.

تمه ده هغه به له هند څخه وروسته چین ته هم ولاړ شي.

Recommended

XS
SM
MD
LG