لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بي سي سي آی: هند د کرکټ په نړیوال کپ کې پاکستان له لوبېدو نه شي ایستلای


واشنګټن ــــ د هند کرکټ بورډ ویلي، داسې کوم قانوني لار نه شته چې له مخې یې په پاکستان په راتلونکي نړیوال کپ کې بندیز لګېدای شي. د پریس ټرسټ آف انډیا تر مخه د هند کرکټ بورډ بي سي سي آی یو چارواکي ویلي:

"داسې هیڅ کومه قانوني لاره نه شته چې په پاکستان بندیز ولګول شي، د کرکټ نړیوالې شورا د آیین تر مخه ټول غړي هېوادونه په نړیوال کپ کې برخه اخیستلای شي چې د دې لپاره د ازموینې تر پړاو تېر شوی وي".

دا بیان له هغه وروسته خپور شوی چې د هندي رسنيو ترمخه هند هڅه کوي د کرکټ په راتلونکي نړيوال کپ (۲۰۱۹) کې د پاکستان په ګډون بندېز ولګوي.

د ټايمز اف انډيا ترمخه د سپريم کورټ جوړې انتظامي کمېټۍ د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سي) ته په دغه اړوند خط ليکلي چې په پاکستان د ۲۰۱۹ په نړیوال کپ کې په ګډون بندېز ولګوي يا هند د دغو سياليو څخه ځان بهر کړي.

ويل شوي کمېټۍ نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ په دغه اړوند د مشورې دپاره يوه غونډه هم رابللې ده.

د هندي رسنۍ ترمخه دغه خط د هند د کرکټ بورډ (بي سي سي ايي) د مشر راهول جوهري د دفتر لخوا ليکل شوی دی.

ويل شوي خط په هندي کشمير کې په هندي ځواکونو د بريد په ترڅ کې ليکل شوی دی.

خو د شورو، چهارشنبې په ورځ د ايي سي سي مشر ډېو رچرډسن ویلي داسې هيڅ خبره نشته چې په سياليو کې څه بدلون راوستی شي او ټولې سيالۍ به په خپل ټاکلي وخت کولی شي.

د کرکټ ورځپاڼې اي اېس پي اېن ترمخه د رچرډسن د قوله ویلي ؤ په دغه اړوند ورته کوم ليک نه دی ترلاسه شوی.

د نړيوال کپ ۲۰۱۹ په سياليو کې د پاکستان او هند سیالي په ۱۶م جون ټاکل شوې ده.

يوه اوونۍ وړاندې په ۱۴م فرورۍ د هندي کشمير په پلوامه سيمه کې په هندي ځواک ترسره شوي ځانمرګي بريد کې ۴۹ سرتيري وژل شوي وو.

د بريد زمه واری جېش محمد ډلې منلې او هند يې تور په پاکستان لګولی خو پاکستان يې تورونه رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG